کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان کي د پوځ پر پوسته بريد کي ګڼ پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

شمالي وزيرستان کي د پوځ پر پوسته بريد کي ګڼ پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

تېره شپه په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ پر يوې پوستې  وسلوالو بريد کړی چي څلور پوځيان ئې وژلي او پنځه نور ئې سخت ژوبل کړي دي.

پېښه تېره شپه هغه مهال سوې ده چي د پوځ پر پوسته نامالومه وسلوالو ناڅاپه ډزي شروع کړې.

دا په دې وروستيوکي پر پاکستاني پوځيانو پنځمه حمله ده چي په کي درنه مګژوبله اوړي.

څه موده وړاندي د شمالي وزيرستان د شوال تحصيل په بادام شاه سيمه کي د پاکستاني پوځيانو پر کاروان وسلوال بريد سوی چي پکي ګڼ شمېر پوځيان وژل سوي وه.

د پاکستان پوځ وايي چي په دغه بريد کي ددوی شپږ سرتېري وژل سوي، خو د سيمي څخه راپورونه وايي چي شاوخوا د لسو پوځيانو مړي ليدل سوي دي.

دغه پېښه چي د شمالي وزيرستان په ګربز علاقه کي رامنځ ته سوې پړه ئې د پاکستاني طالبانو يوې ډلي پرغاړه اخيستې ده.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني ادعا کړې چي د جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل په سپين کمر سيمه کي ئې په پوځ بريد کړی او ګڼ پوځي سرتيري يې وژلي دي.

خو بل خوا د حزب الاحرار ډلې وياند عزيز يوسفزي هم د یاد برید زمه واري منلې ده.

بل خوا د بلوچستان په اواران سيمه کي هم د پوځ پر کاروان بريد سوی او پنځه سرتېري ئې وژلي دي.

په دغه پېښه کي تر ۱۰ پوري نور پوځيان ژوبل هم دي، چي د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی.

ددغه بريد پړه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخېستې، خو په دغه سيمه کي بلوڅ بېلتونپال پر پاکستاني سرتېرو حملې کوي، چي کله کله پاکستاني پوځ ته درنه مرګژوبله ور اړوي.