ټاکني – پنځمه برخه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال : ډاکټر سید ابوالفضل قاضي
ژباړن : محمدسرور احمدزی
څلورم جز: تړلی ليست اوخلاص ليست :
دټولټاکنو دقانون له مخې ممکن رايه ورکونکي په اجباري توګه بې له کمي او زياتي ټول ليست ته رايه ورکړي، داطريقه دتړلي ليست په نوم ياديږي .
پدې صورت کې بايد رايه ورکونکي دخپلې خوښې گونډ يا ډلې ليست په اجباري توګه یې ومني او درايو په صندوق کي يې واچوي، که دقانون له مخې په نوموړي ليست کې دنورو نومونو دزياتولو امکان موجود وي دا طريقه دخلاص ليست په نوم ياديږي .
پنځم جز : له انتخاب کیدونه بې برخې توب :
دټاکنو په اکثره قوانينو کې دمحدودونکو شرايطو ترڅنګ دانتخابيدو له حق نه ديو شمير افرادو دبې برخې کيدو لپاره ځينې مقررات موجود دي ،ترڅو هغوۍ ونشي کړای پارلمان ته لار ومومي، ددې ډول مقرراتو له وضع کيدونه هدف دادی ترڅو دخلکو استازي ددولت اوخصوصي گټو له فشار نه خوندي پاتې شي.
نوپدې توګه به ديو شمير دندو لرونکي پخپله له کانديدونه بې برخې پاتې شي، دانتخابيدو څخه بې برخې کيدل داستازوالي دلاس ته راوړلو لپاره حقوقي مانع گرځي او داستازي ټاکنه باطلوي .
ددندې او استازیتوب يوځايوالی دټاکنو اصل ته زيان نه اړوي، اما انتخاب شوی شخص ديته اړباسي ،چې دخپلې دندې اواستازیتوب دواړو نه يو غوره کړي ، ددې دوه ډوله حالتونو ترمنځ دتوپيرلپاره بايد وليدل شي ،چې آيا له دندې اونمايندګۍ نه ديو غوره کول ترټاکنو دمخه اوکه وروسته ترسره شي، داډول غوراوی په ټولټاکنو کې دکانديدو لحيثه ځانګړی اهميت لري .
دټولټاکنو له ترسره کيدو وروسته په ټاکنو کې دبرياليتوب په صورت کې شخص کولای شي له دوه دندونه يوه غوره کړي .
په هرصورت قانون جوړونکی مجلس بايد له هغو اشخاصوڅخه جوړشوی ونه وسي ،چې دحکومت تابع وي، که نه نودقواوو تفکيک او استقلال به معنی ونلري اوپارلمان به په آزاده توګه داجرائيه قوې څارنه ونشي کړای ، په استراليا، کاناډا، هند ، آيرلينډ اونايجريا کې ټول هغه دولتي چاروکي چې له دولتي خزانې څخه يوڅه ترلاسه کوي، دخپل خدمت په موده کې ځانونه انتخابولای شي ، په يونان کې ټول دولتي چارواکي او دامريکې په متحدو ايالتونو کې دفدرال دولت چارواکي له دې حق څخه بې برخې دي، په برازيل کې دايالتونو واليان او دپوليسو مشران که دټاکنو څخه درې مياشتې دمخه په خپلو پوستونو باقي پاتې شي نوپه ټاکنو کې دگډون څخه بې برخې کيږي .نظاميان اوقاضيان هم دقاعدې له مخې دانتخابيدوڅخه بې برخې دي .
په فنلينډ ،مصر اوترکيه کې نظاميان په بشپړ ه توګه له نمايند ګۍ څخه بې برخې دي ، ولې په برازيل کې بيايوازې دوسلوالو قواوو قوماندانان له دې حق څخه بې برخې گڼل شوي ، دقاضيانو په اړه ويل کيږي چې بې طرفه ووسي ،که قاضيان په سياسي مسايلو کې ځانونه ښکيل کړي نوپه يقيني توګه نشي کولای ، ترڅو خپله بې طرفي وساتي نوپدې توګه په کاناډا ، انگلستان ، برازيل اوپخوانۍ يوگوسلاويا کې ټول قاضيان دانتخابيدو له حق څخه بې برخې دي . پداسې حال کې چې په زیاترو هېوادونو کې يوازې دهېواد دعالي ديوان غړي دانتخابيدوله حق څخه محروم گڼل شوي، په ايسلينډکې دعالي ديوان قاضيان، په فنليند کې دعدالت دعالي ديوان غړي، په انگلستان کې روحاني انگليکان ، يوشمير سکاټلينډي روحاني مشران او کاتوليک پاپان دانتخابيدوله حق څخه بې برخې گڼل شوي .
دټاکنو په حوزو دهېواد دنفوس اوخاورې ويش، دټاکنو داسانتيا ، دنماينده ګانو دشمير او دهېواد دنفوسو ترمنځ ديو عادلانه تناسب د رامنځته کيدولپاره لومړی مهم گام گڼل کيږي .
دټاکنو دحوزو څرنگوالی دنفوسودکموالي، دټاکنو دنظام اودپارلماني چوکيو دشمير له مخې تغير مومي ،دهېوادونو اساسي قوانين دپارلماني څوکيو دشميرپه اړه څرگندونې لري او وايې:، چې يونماينده بايد دڅومره خلکولخوا وټاکل شي ؟ اماپه ځينو مواردوکې اساسي قوانين پدې اړه چوپ پاتې شوي اويايې دغه مکلفيت د ارگانيکو قوانينو اودټاکنو قانون پر غاړه اچولی دی ، دټاکنیزو حوزو شميردهېواد دنفوسوپه شمير او دټاکنو په طريقې پورې اړه لري ،که له هرې حوزې څخه يوازې يوتن وټاکل شي ،نوپدې توګه به دحوزو شمير زيات شي اوکه له هرې حوزې څخه څوتنه وټاکل شي نوپدې صورت کې به دحوزو شمير محدود شي .
دټولټاکنوحوزې نه دشمير،نه دپراخوالي اونه هم دنفوسوله مخې ثابتې دي ،ځکه دهېوادونو نفوس تل دتغير په حال کې وي ، که دنمايندگانو شميردخلکو دشمير له بدلون سره تغير ونه خوري ،نوپدې توګه به دوګړو دټاکنو په حقوقو کې يوډول بې عدالتي اونابرابري رامنځته شي ،پدې اړه منل شوی اصل دادی ، چې هرکال بايددسرشميرنې له مخې دټاکنو دحوزو او د نمايندگانوپه شمير کې له قانون سره سم اصلاحات منځته راشي .
دټاکنو په حوزو دهېوادويش ،درايه ورکوونکو اودټاکنو دکانديدانو ترمنځ نږديوالی منځته راوړي ،ترڅو خلک دټاکنو لپاره دکانديد دسياسي شخصيت اوفکري پراختيا په هکله په اسانۍ سره معلومات اواطلاعات ترلاسه کړي، دنماينده تر ټاکلو وروسته هم دنوموړي شخصيت دخلکو دڅارنې اوکنترول لاندې وي، په زياتروهېوادونو لکه سويس ، ناروې ، لوکزامبورک اوايسلينډ کې دټاکنو حوزې د اداري ويش له مخې منځته راځي اوله هغه سره سمون لري .
په ځانګړي توګه هغه مهال چې داساسي قانون په متن کې دحوزو دويش اصول درج شوي وي، داطريقه ډاډمنه اودلاس وهنې وړنده ځکه دواکمن حکومت له واک نه دهغې اختيار خارجوي .
دټاکنو دحوزو ويش په تکراري ډول دبيا کتنې لاندې نيول کيږي دامريکا په متحدو ايالتونو کې دايالتونو مقننه قوه صلاحیت لري ،چې له هرې سرشميرنې څخه وروسته دټاکنو دحوزو په اړه له سره کتنه وکړي يعنې ولسمشرله سر شميرنې څخه وروسته له ايالتي مقننه مجلس سره په ګډه دنويو حوزو په جوړيدو اوتنظيم لاس پورې کوي، په يو شمير هېوادونو لکه برتانيا ، استراليا ، هند اونوي زيلانډ کې دټاکنو دحوزو ويش دهغوفني سازمانونو په واک کې دی ، چې داجرائيه اومقننه قوې څخه مستقل اوخپلواک دي .
په البانيا ، بلغارستان ، لهستان ، چک اوپخواني شوروي اتحادکې رئيسه هيئت اودولتي شوری دټاکنیزو حوزو ويش ،دټاکنو له ترسره کيدو څخه دوه مياشتې دمخه ترسره کاوه، په فدرالي آلمان کې دټاکنیزو حوزو دويش يو دايمي کميسون ،چې دسرشميرينې دفډرال دفتر(مشر)، دفډرال اداري محکمې له يوتن قاضي او دهغوپنځو تنوڅخه چې دولسمشرلخوا تعين شوي جوړشوی، نوموړی کميسیون دحوزو دويش دنده په غاړه لري، دقاضيانو اوفني اشخاصو موجوديت دټاکنو دبې طرفۍ يومهم دليل دی .