کور / راپور / د امريکا په ټکساس ايالت کي يو وسلوال ۲۰ کسان وژلي دي

د امريکا په ټکساس ايالت کي يو وسلوال ۲۰ کسان وژلي دي

د امريکا په ټکساس ايالت کي يو وسلوال په ډزو سره شاوخوا ۲۰  تنه وژلي او تر۲۲ زيات نور ئې ژوبل کړي دي.

پېښه د ټکساس ايالت د ايل پاسو ښار په يو پلونځي کي  پر ځايي وخت ۱۰ بجې رامنځ ته سوې ده.

په دغه پېښه کي ماشومانو او ښځو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د پېښي نوعيت تراوسه مالوم نه دی، خو پوليس وايي يو سپين پوستی سړی ئې نيولی چي ګومان کېږي همده به په يواځي سر دا بريد کړی وي.

رسنۍ د نيول سوي ۲۱ کلن سړي نوم پيټرک کروسس ښيي.

د سپيني ماڼۍ وياند وايي، چي ولسمشر ټرمپ په پېښه خبر سوی او ژور خپګان ئې ښودلی دی.

د وياند په خبره، ټرمپ د ټکساس ايالت د والي سره خبري کړي او د لازمو لارښوونو د امر ترڅنګ ئې د مرستي ډاډ ورکړی دی.

شا وخوا يوه اونۍ وړاندي هم د کلفورنيا ايالت په يوه پلورنځي کي د ډزو په پېښه کي د دوو ماشومانو په ګډون ۳ تنه ووژل سول او ۱۳ نور ژوبل سول.