کور / #PTM / عدالت د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت عريضه بيا وځنډول

عدالت د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت عريضه بيا وځنډول

د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ چي د ترهګر پوځ لخوا زندان ته اچول سوي، تېره ورځ ئې په محکمه کي د ضمانت عريضه يو ځل بيا ځنډول سوې ده.

تېره ورځ د بنو په ځايي محکمه کي د نوموړي د عريضې اورېدنه کيدل، خو محکمې دا عريضه يو ځل بيا د اګسټ تر اتمي نېټې پوري وغځول.

پرون د محکمې په اورېدنه کي د علي وزير او محسن داوړ د وکيلانو ترڅنګ دولتي وکيلان هم حاضر وه.

دا څووم ځل دی چي د نوموړو د ضمانت عريضه ځنډول کيږي او په يوه او بله بهانه د هغوی د زندان وخت ډېريږي.

تر دې وړاندې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دنیونې په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه په بنو کي دترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کي کیدله خو ددغه محکمې دقاضي یا جج په رختصتیو دتګ له امله دخالي په ورځ دا دوسیه دمیرانشاه د ضلعي جج په محکمه کي اوریدل سوې.

دپېښور هائیکورټ د وکیلانو دسازمان مشر عبداللطیف وايي په ننۍ اوریدنه کي هغوی د عدالت څخه غوښتي چي باید دعلي وزیر اؤ محسن داوړ ضمانتونه منظور کړي خو سرکاري وکیلانو ددې سره اختلاف کړی او دریځ یې خپل کړی چي ضلعي جج د ضمانتونو منظورولو صلاحیت نه لري.

هغه وایي دعلي او محسن وکیلانو عدالت کي دریځ خپل کړی چي که کومه محکمه د عریضې اوریدنې واک لري نو هغه د ضمانت ورکولو صلاحیت هم لري خو دمحکمې قاضي د اګست تر اتمي ددې عریضې اوریدنه ځنډولې او ویلي یې دي هغه به په دې موده کي ارزونه کوي چي دقانون له مخې دضمانتونو ورکولو وړتیا لري که نه؟

ښاغلي لطیف اپریدي وویل “موږ محکمې ته صفا وویل که چرې د علي وزیر اؤ محسن داوړ د ضمانت درخواستونه دلته نه منظوریږي نو باید بیا منسوخ کړل سي چي مونږ یې دپېښور هائیکورټ څخه د ضمانتونو تابیا وکړو خو محکمې اوریدنه تر اتم اګست وځنډوله”

هغه تور ولګولو چي د محسن داوړ اؤ علي وزیر دخوشې کولو په عریضه کي د ځنډ په خاطر دهیلو بهانو څخه کار اخستل کیږي، لومړی پولیسو ریکارډ محکمې ته نه وړاندې کاوه،بیا یې نیمګړی ریکارډ وړاندې کړ او چي کله بشپړ ریکارډ محکمې ته وړاندې کړل سو نو دمحکمې جج په رخصتۍ لاړو.

نوموړي وویل” که چرې محکمه هغوی په ضمانتونو نه خوشې کول غواړي نو بیا باید عریضې منسوخ کړي چي موږ ئې پېښور کي دضمانتونو غم وخورو”

بل خوا وکيلان وايي، چي په زندان کي د علي وزير او محسن داوړ سره د جنګي بنديانو په څېر چلند کيږي او د ټولو بشري او قانوني حقونو څخه بې برخي دي.

څه موده وړاندي پښتون سياستپوه افراسياب خټک او فرحت الله بابر هم ويلي وه، چي د علي وزير او محسن داوړ سره په زندان کي بد سلوک کيږي او هغوی د خپلو قانوني حقوقو څخه بې برخي دي.