کور / راپور / خيبرپښتونخوا: کوهاټ کي د پوليسو افسر د وسلوالو په ډزو وژل سوی دی

خيبرپښتونخوا: کوهاټ کي د پوليسو افسر د وسلوالو په ډزو وژل سوی دی

د خيبر پښتونخوا په اورکزو کي يو ځاي پوليس افسر د نامالومه وسلوالو په ډزو کي وژل سوی او دوه وروڼه ئې سخت ژوبل دي.

د راپورونو له مخي په اورکزو کي د يوې سيمي د پوليسو قومندان امان الله هغه وخت د موټرسيکل سپرو لخوا ووژل سو، چي کله له وظيفې څخه د کور خواته روان وو.

په پېښه کي د هغه دوه وروڼه هم په ډزو لګېدلي او دواړه سخت ژوبل دي.

څو ورځي وړاندي هم په دغه سيمه کي د پوليسو دوه افسران هغه وخت په ډزو ووژل سوه، چي کله په خپل ګاډي کي په ګزمه بوخت وه.