کور / راپور / د کوټي – چمن پر لويه لار ترافيکي پېښه کي اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د کوټي – چمن پر لويه لار ترافيکي پېښه کي اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

تېره ورځ له چمن څخه کوټي لور ته روان يو بس موټر د سورلۍ د بل موټر سره ټکر سوی چي پکي ۷ تنو خپل ژوند بايللی دی.

پېښه پرون د ځنګل سيمي ته نژدې هغه مهال وسوه، چي کله د مسافرو بس موټر د يو بل پيک اپ سورلۍ موټر سره ټکر سو، په دغه پېښه کي د سپرلۍ د موټر اووه تنه وژل سوي او يو نفر ژوبل دی.

د چمن – کوټي پر لويه لار کله کله ترافيکي پېښي رامنځ ته کېږي چي ډېر وخت د موټر چلونکو د بې احتياطۍ او ډېر سرعت له امله مرګژوبله هم د ځان سره لري.