کور / راپور / چارواکي: په کندهار او لوګر کي مو لسګونه طالبان وژلي دي

چارواکي: په کندهار او لوګر کي مو لسګونه طالبان وژلي دي

د کندهار په مېوند او د روزګان په مرکز کي ۱۵ وسله وال وژل سوي

پوځي عمليات افغان ګډو ځواکونو د میوند ولسوالۍ په مجاهد،  جګروم او د روزګان د مرکز ترينکوټ په سرخ مرغاب او کوچکين سیمو کي ترسره کړي دي.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسي وایي، چي په په ترسره سويو عملياتو کي د کندهار په ميوند کي ۸ نور وسله وال ژوبل سوي دي هم دي.

نوموړي په ترسره سويو عملياتو کي د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه، خو وایي، چي په دغو عملياتو کي د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل سوي دي.

بل خوا د لوګر چارواکي هم د ۱۲ طالبانو د وژلو خبره کوي.

د لوګر د پوليسو وياند شاپور احمدزی وايي، چي تېره ورځ د هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کي ئې ۱۲ تنه طالب وسلوال وژلي دي.

طالبانو تر دا مهاله د يادو پېښو په هکله څه نه دي ويلي.