کور / راپور / هند پاکستان ته: سپين بيرغ ونيسئ او د هند له خاوري مو د پوځيانو مړي وباسئ

هند پاکستان ته: سپين بيرغ ونيسئ او د هند له خاوري مو د پوځيانو مړي وباسئ

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی وروسته له هغه نور هم زور واخيست چي کله پاکستاني پوځيان په کشمير کي د هند لوري ته ور واوښتل او د هندي پوځ لخوا ورباندي ډزي وسوې او اووه پاکستاني سرتېري ئې ووژل.

د هند د پوځ وياند کرنل راجیش کالیه وايي، چي د شنبې په ماښام پاکستاني پوځيانو هڅه کړې وه چي د کنټرول لين څخه واوړي او پر هندي پوستو باندي بريد وکړي، خو د هندي پوځيانو په ډزو سره د پاکستان اووه سرتېري ووژل سول، چي اوس ئې مړي هم په هندۍ خاوره کي پراته دي.

د هندي پوځ وياند وايي، پاکستان ته مو وړانديز وکړ، چي سپين بيرغ په لاس راسي او له هند څخه د خپلو سرتېرو مړي وباسي، خو تراوسه د پاکستان ځواب ته په تمه يو.

په دې وروستيو کي د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په جنجالي سيمه کي د بريدونو پېښي زياتي سوي دي.

تېره ورځ هندي چارواکو وويل، چي په کشمير کي ئې د هندوانو پر سپېڅلي عبادتځی   امرنات  د بريد پلان شنډ کړی دی.

د چارواکو په وينا، په يو بيک کي ئې داسي ماينونه نيولي دي، چي د پاکستان نښان ورباندي له ورايه ښکاري او دا څرګندوي چي د پاکستان د پوځ په اشاره د هندوانو پر عبادتځي  د بريد لپاره کارول کيدل.

امرنات عبادتځی چي د هندوانو لپاره ډېر سپېڅلی ځای دی په هندي کشمير کي موقعيت لري او هره ورځ په زرګونو کسان د عبادت لپاره هلته ورځي.

تېره ورځ د هند پوځ خلګو ته امر وکړ چي عبادتځي ته ولاړ نه سي او کوم کسان چي وار له مخي هلته تللي وو، هغوی ته ئې امر وکړ چي کورونو ته ستانه سي.

د هند پوځ وايي، چي دا کار ئې د امنيتي خونديتوب په خاطر کړی دی.

هندي چارواکي وايي چي وسله والو کسانو پلان جوړ کړی و چي د امرنات په غار کي چي د هندوانو لپاره ډېر سپېځلی ځای دی او هر کال زرګونه هندوان د عبادت لپاره ورځي، چاودنه وکړي.

د هند د پوځ یوه جنرال پرون په سرینګر کي خبریالانو ته وویل: پر ماینونو د پاکستاني فابریکو نښان په وضاحت دا څرګندوي چي د پاکستان پوځ په کشمیر کي په ترورېزم کي لاس لري.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په څوارلسمه په هندي کشمیر کي د هند د پولیسو پر یوه موټر چاودنه وسوه چي له ۴۰ زیات هندي ملېشه پولیس په کي ووژل سول چي له هغه وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ لا زیات سو.

ددغه بريد پړه پاکستان ميشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

د يادي پېښي وروسته هندي جنګي الوتکو د پاکستان په دننه کي د جيش محمد ډلي مرکزونه بمبار کړل او په ددغه ډلي په لسګونو ترهګر ئې ووژل.