کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان کي سېلابونو کي ۶ کسان په حق رسېدلي دي

شمالي وزيرستان کي سېلابونو کي ۶ کسان په حق رسېدلي دي

د شمالي وزيرستان په دته خيلو سيمه کي د سختو سيلابونو له امله ګڼه مرګژوبله رامنځ ته سوې او ګڼ کورونه له منځه تللي دي.

دته خيل چي د مرکز ميرانشاه څخه لېري پرته علاقه ده وروستيو سيلابونو پکي ګڼ دوکانونه هم نړولي دي.

راپورونه وايي، چي د وروستيو اورښتونو له امله د دته خېل علاقې ۶ کسان په حق رسېدلي او تر ۵۰ زيات دوکانونه هم وران سوي دي.

د دته خېلو یو اوسیدونکي وايي:

“د شپې درې بجې خوړ راغلی، خلک یې ډېر سره خراب کړل، له پنځوسو تر شپیتو دوکانونه یې خراب کړل او سامانونه یې يووړل.”

په سيمه کي يو لوی سيند هم سته چي د اورښتونو سره کله ناکله ورڅېرمه مځکو او فصلونو ته زيان اړوي.