کور / راپور / په سيند کي د پوځي ګاډي لوېدلو پېښه کي ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

په سيند کي د پوځي ګاډي لوېدلو پېښه کي ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

تېره ورځ په کوهستان کي د پاکستاني پوځيانو يو ګاډۍ سيند لوېدلی او د يو پوځي افسر په ګډون پنځه سرتېري هلاک سوي دي.

پېښه پرون هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د پاکستاني پوځيانو کاروان ګلګيت ته پرلاره وو او د هغوی يو ګاډۍ سيند ته ولوېدی.

دا په دوو اونيو کي د پاکستاني پوځيانو د وژني څلورمه پېښه ده چي پکي درنه مرګژوبله ور اوړي.

دوې ورځي وړاندي په شمالي وزيرستان کي د پوځ پر يوه پوسته د وسلوالو په بريد کي تر لسو زيات پاکستاني پوځيان هلاک سول او له دې وړاندي په بلوچستان کي هم د بلوڅانو په ډزو پنځه پوځيان ووژل سول او ګڼ شمېر نور ژوبل سول.