کور / علمي / زما ژوند جد او جهد / د خان عبدالغفارخان ژوند – ۱۰۷ برخه

زما ژوند جد او جهد / د خان عبدالغفارخان ژوند – ۱۰۷ برخه

۱۰۷
کله چي د نړۍ او اروپا حالات بدل سول، جاپان زور واخیست او د هندوستان خوا ته رالنډ سو، نو په خلکو کي له انګرېزانو څخه د ازادېدو هیلي راپیدا سوې. ما چي وکتل وخت ډېر حساس راته ښکاره سو. سملاسي مي د پښتنو د پوهولو فکر ذهن ته لار وکړه. غوښتل مي هغوی د احتمالي ازادۍ په صورت کي د څه کولو او څه نه کولو په اړه وپوهوم. کلو او ښارونو ته مي دورې شروع کړې. دغه راز کوم ځای ته چي زه نسوم تلای نو مي خپل باوري استازي ورولېږل. زه او زما استازو ته به اکثره حکومت رنګارنګ ستونزي جوړولې. یو ځای به یې ونیولو، لارۍ ته به یې واچولو او بل ځای به یې خوشي کړو. یاني نه یې بندیانولو او نه یې یومخ کار ته پرېښودو. ما بالاخره د پېښور په یادګار چوک کي یوه غونډه جوړه کړه او خلکو ته مي درې خبري وکړې. لومړۍ دا چي حکومت دي نور زما سره دا ماشومانه لوبي ختمي کړي یا دي مي ونیسي او یا دي مي کار ته پرېږدي. دویمه دا چي که مو خدای هیواد را ازاد کړ نو دا خاوره د ټولو پښتنو شریکه ده، که جوار وي که غنم ټول به یې په شریکه خورو، دا به نه وي چي یو به راپکښي وږی وي او بل به پلوونه وهي. تر هر څه مخکي وږي خلک مړوو، وروسته به د مړو غم خورو. درېیمه دا چي یو سړی به خان او باچا کوو نه. یاني یوه کس ته به ټول اختیار نه ورسپارو. که مو داسي وکړل، نو ستاسي به خاوري پر سر وي او هغه و د هغه خپل خپلوان به مزې و چړچې کوي. زموږ د واک پر مهال به ټول اختیار د قوم او قومي جرګو سره وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۸
د یادګار چوک تر غونډي څو ورځي وروسته مي پنځوس تنه خدايي خدمتګاران له ځان سره ملګري کړل او روان سوو. له چا سره چي چاکوګان ول هغه مي ځني واخیستل او نورو خلکو ته مي ورکړل. موږ همداسي سوله ییز مخ پر مردان وخوځېدو. د ماپښین لمونځ مو له میرویس غونډۍ سره خوا کي له یوې ویالې سره وکړ. د پړانګو سردار خان ملا تړلی تر ټولو مخکي روان وو او همدا چیغي یې وهلې چي پښتنو وروڼو خبر سئ، له پرنګي سره د پښتنو پر خپل حق جنګ دی. تاسي زموږ وروڼه یاست د پرنګیانو لپاره زموږ سره مقابله مه کوئ. پر خپل قام او خپل وطن ننګ وکړئ. میرویس ډېرۍ ته چي ورسېدو یو پرنګی او ډېر پولیس کوتکونه په لاس ولاړ ول. یودم یې راته کش کړل. ټول یې کلک ووهلو. د چا لاس مات، د چا پښه ماته، د چا سر مات. زما یې هم دوې پښتۍ راماتي کړې. بیا یې په کشولو د پولیسو ماموریت ته بوتلم. پر مځکه د کشېدو له امله مي ټولي جامې شلېدلي وې. چي لږ مي وجود سوړ سو نو دردونه مي راپورته سول. له هغه ځایه یې د هریپور زندان ته بوتلم. پر لاري په موټر کي یو پښتون پولیس راباندي پیره وو. د پرنګیانو د خوشحالولو لپاره یې سختي سپکي سپورې راته وویلې. زه سره له دې چي سخت پازاب وم بیا مي هم دومره ورته وویل چي پښتون داسي بدي خبري نه کوې. بس کړه نور، تا غوښتل انګرېزان درڅخه خوشحاله سي او رتبه دي درلوړه کړي، دا کار وسو، نور یې اړتیا نسته.
په محبس کي یې کوټه کولپه کړم. هم روغتون وو هم ډاکټران، خو هغوی د بندیانو علاج نه کاوه، ځکه د انسانانو په سترګه یې نه ورته کتل. څو ورځي وروسته چي یې پوځي روغتون ته یووړم او ایکسرې یې راوکړه نو مالومه سوه چي پښتۍ مي ماتي دي. د زندان مشر راته وویل ما خو چي ستا څخه پوښتنه وکړه تا ول جوړ یم؟ ما ورته وویل چي موږ خو پښتانه یو چي مرو هم وایو خیر خیریت دی ولي تا خپله سترګي نه درلودې؟
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۹
د هریپور زندان مشر بندیانو ته وویل چي د خپلو غوښتنو لپاره ټول مه راځئ، یو مشر انتخاب کړئ هغه دي زموږ سره ستاسي مسایل مطرح کوي. دوی هم همداسي وکړل. پر یوه نفر یې سلا سوه. دا خو مالومه خبره ده چي د یوې ډلي استازي او مشر ته مخالفه غاړه یو څه درنښت ورکوي. چي هغه به د زندان مشر یا هم ډاکټر ته د څه خبرو لپاره ورغی هغوی به چوکۍ ورته کښېښوده، چای به یې ورته واچولې او په ښه سترګه به یې ورته کتل. موکلینو چي به یې دا حال ولید رخه به یې راغله او ښکنځلو و سپکو سپورو ته به یې ملا وتړله. یو به ورغی ها بل ته به یې وویل چي ته وګوره موږ د څه لپاره استولی دی، دی څه کوي، کرار ارام پر چوکۍ ناست دی او خپل مجلسونه کوي. موږ ټول بندیان به په هفته کي یوه ورځ سره یوځای کېدو او پر سیاسي مسایلو به مو بحثونه سره کول. ما یوه ورځ د بندیانو مشر ته وویل چي سړیه دا خلک تمامه ورځ درپسي لګیا دي او سپکوي دي استعفا وکړه. هغه هم همداسي وکړل. بل ځل چي سره یوځای سوو بندیانو راته وویل چي یا مو ته مشر سه یا یو بل کس راته انتخاب کړه. ما تله تېره کړه څه مي ونه ویل. دا بله اوونۍ یې بیا خپله غوښتنه تکرار کړه. زه هم راپاڅېدم هر سړی مي له سره تر پښو تر نظر تېر کړ. بیا مي دوی ته مخ کړ او ورته ومي ویل: په دغو کسانو کي خو ما داسي سپک سړی ونه لید چي ستاسي مشر دي سي. ډېر بد خلک یاست. یو وار پر یو چا امین کړئ، په خپله یې انتخاب کړئ او بیا تر شا بدي-بدي خبري پسي کوئ او سپکوئ یې. ډېره د افسوس خبره ده. چوپ سول او بیا یې د مشرتوب یادونه راته ونکړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان