کور / سياسي / ټولټاکني – شپږمه برخه

ټولټاکني – شپږمه برخه

 

لیکوال : ډاکټر سید ابوالفضل قاضي

ژباړن : محمدسرور احمدزی

لومړی جز: رايه اخيستنه :

دټاکنو دمهمو پړاونوڅخه يوهم دټاکنو  ترسره کولو دمسؤلينوله لوري درايې  اخيستنې  عمل دی، نن ورځ دنويو وسايلو ، دټيلفوني او ټلګرافي اړيکو داسانتياوو او دهېواد دمرکز اولرې  پرتوسيموترمنځ دلاروجوړولوپه وسيله کولای  شو، دپخوانيو وختونو برعکس رايه اخيستنه په يوې  ټاکلې  ورځ اوڅومحدودو ساعتونوکې  ترسره کړو، ددې بدلون په وسيله دټولټاکنو دتقلباتو مخنيوی کولای شو،له بل لوري داچې په اکثرو هېوادونو کې  رايه پټه يا مخفي وي، نورايه ورکونکي دلومړنيو  تشريفاتو له ترسره کولو څخه وروسته درايې  اچونې  کوټې  ته پداسې  حال کې ، چې  يوازې  وي ننو ځي اوخپله رايه دټاکنو دمسؤلينو پر وړاندې  درايو صندوق کې  اچوي . دقاعدې  له مخې  رايه اخيستنه په ټاکلو ساعتونوکې  پيل اوپه ټاکل شويوساعتونو کې پای  ته رسيږي ټاکل شوی  وخت معمولاً دټاکنو په ټولو حوزوکې  يوشان دی ،  پدې  اړوندپه  قوانينوکې  هڅه شوې ، چې  دهيواد په ټولوبرخو کې  دټولووګړولپاره دراېې  ورکولو مساوي وخت برابر کړي، البته پدې  اصل کې  استثناُت هم شته.پدې  معنی  که دټاکنو دتر سره کولو مسولين ونشي  کړای  په ټاکل شويو قانوني ساعتونو اوموده کې  دراېې اچونې  لپاره لازم وسايل برابر کړي ،نودقانون له مخې  کولای  شي دراېې   ورکولو په مودې  اوساعتونو وخت ورزیات  کړي .

البته داکاردڅارنې  په قانوني انجمنونو،مسوءلينو اودټاکنو دحوزې  په سرپرست پورې  اړه لري .

الف  :-درايوقرائت يالوستل :

له رايې   اخيستنې  څخه وروسته درايیو دويلوفعاليتونه په رسمي توګه پيليږي ،دټاکنوقوانين اومقررات پدې ټينګارکوي، چې  درايو ويل با يد دوروستۍ  پايلې  دلاسته راوړلو په محدود وخت کې  ترسره شي .

دانسانانو په وسيله درايو شميرنه اوويل يوستونزمن کاردی . ددريمې  نړۍ  په يوشمير هيوادونوکې  دټاکنو دپايلو اعلان ممکن څو ورځې  په برکې ونيسي ،لکه څنګه  موچې  يادونه وکړه داليکټرونيکي اودشمير داتوماتيکو وسايلوڅخه په ګټې  اخيستنې  درايوپه ويلو،دپايلوپه اعلان اودټاکنو دسموالي په اړه ژور بدلونونه  منځته راغلي دي .

ب :دپايلواعلان :

دټاکنو داجرايي مسوُلينو له لوري درايو دشميرنې  او دټاکنیزو حوزو دنماينده ګانودتعين لپاره غونډه جوړيږي .دټاکنو ګټونکي ته  اعتبارليک ورکول کيږي، تر څو استازی وکولای شي هغه دانتخاب درسمي سند په توګه مسوُلومقاماتو ياهغه مجلس ته چې  غړی یې  کيږي وړاندې  کړي .

دټاکنو دترسره کيدو دمودې  په اوږدوکې  دراېې   اخيستنې  اوڅارنې  درسمي دستګاوو ترڅنګ دسياسي ډلو اوګوندونو نماينده ګان هم دټاکنودڅارنې  اوتائيد لپاره ګډون کوي .په همدې  توګه دمطبوعاتو اوخبري رسنيو استازي  خپلومتبوع هيوادونو ته داطلاعاتواوخبرونو په استولوسره دټاکنو  دبهیر څرنګوالي په برخه کې   فعاله ونډه اخلي .

په داسې   ډول  چې  ممکن هره شيبه دچارو دپرمختګ په اړه خلکوته نوي اوتازه خبرونه ورسوي . ددې  ډول وسايلو څخه استفاده په مستقيمه توګه په ټاکنو کې  دتقلب دمخنيوي سبب کيږي اماپه ټاکنو کې  دپيسو اوقدرت غير مستقيم نفوذ اواغيزپه خپل ځای  پاتې  دی  ،له حقوقي پلوه ترهغه مهاله چې  دراېې  اخيستنې  بهير ،درايوشميرنه اودپايلو اعلان دسياسي ګوندونو اوخلکو دنيوکو لاندې  راغلی  نه وي، دټاکنو دسموالي ښکارندوی یې  کوي .

دپايلو اعلان په فوري توګه قاطعيت نه مومي ،بلکې رايه ورکوونکي اوکانديدان حق لري، چې  په پرله پسې  توګه په ټاکنو نيوکې  وکړي ،نيوکو اوشکايتونو ته رسيده ګي دټاکنو دتائيد ،باطليدو اوياله سره دهغو د ترسره کيدو سبب کيږي .

دويم جز : دټاکنو دتقلباتو مجازات :

دټاکنو له ټولو تکتيکونو او وړاندوينو څخه له ګټې  اخيستنې  سره سره په ټولټاکنو کې  دتقلباتواحتمال وجودلري اوممکن دټاکنو پايلې  تر خپلې  اغيزې  لاندې  راولي . درايو په صندوقونو  کې  تقلب ،درایې ورکونکو دپيژندنې  جعلي کارتونه اودټاکنو دمسولينو له لوري دپايلو ناسم اعلان  په اکثروهيوادونو کې  دټولټاکنو دتقلب طريقې  ګڼل شوي  ،تهديد ،ددندې  وعدې، دپور دورکړې  اونورو لارو په وسيله دټاکنو پايلې  تراغيزې لاندې  راوستل په ټولوهيوادونو  کې  منع شوي اوکه منځته راشي نو خلک او کانديدان کولای  شي مسؤلو مقاماتو ته دهغې  په اړه خبر او معلومات ورکړي، په دې  صورت کې  دقاعدې  له مخې  محکمې  په فوري توګه مداخله کوي .اوددې  ډول تقلبونو تر سره کونکي په جزا محکوموي، داډول مجازات له نقدي جريمې  څخه بيا ترزندان پورې  رسي .

په رومانيا ، لهستان اوترکيه کې  (٥) کلونه په فينلينډ کې  (٢) کلونه او په ايټاليا کې  دټاکنو ديو شمير  جرايمو لپاره (١٥) کلونه دزندان جزا پيش بيني شوې  .