علمي او جهادي شخصیت اکاډميسین شیخ محمداصف محسني قندهارى وفات سو!
سيداحمد قانع
لوى دیني عالم، روحاني او جهادي شخصيت اکاډميسین شیخ محمداصف محسني قندهاری د محمد میرزا زوى، د ١٣١٤ل. کال د ثور مياشتي پر پنځمه نېټه د کندهار ښار په اوله ناحيه کي زېږېدلى دئ.
په ١٣٢٨ل. کال له پلار سره پاکستان ته ولاړئ، هلته ئې اردو ژبه یاده کړه؛ په ١٣٣٠ل. کال ئې د کندهار په اطاق تجارت کي د کارمند په حيث دنده پيل کړه، خو د زده کړو او تحصل په موخه ئې دنده پرېښوول، د غزني جاغوري ولسوالۍ ولاړ، هلته ئې يو کال ادبيات او منطق ولوستل، په ١٣٣٢ل. کال د عراق و نجف ښار ته ولاړئ، هلته ئې دوه نيم کاله زده کړي وکړې، وروسته د فقه او اصول د زده کړو له پاره پر سيدمحسن حکيم، سيد ابوالقاسم خويي، شیخ حسین حلی او سید سبزواري باندي درسونه ولوستل.
شيخ محسني صاحب تر دولسو کالو زده کړو او تحصل وروسته بيرته کندهار ته راغئ، دلته کندهار کي ئې حسینیه جامع مسجد او مدرسه تاسيس کړه.
په ١٣٥٧ل.کال حج ته ولاړئ، د حج تر ادايني وروسته ئې سوريې هيواد ته سفر وکړ، هلته ئې هم څو مياشتي په زده کړو او تحصل تېري کړې؛ له هغه ځايه د افغاني روحانيو په غوښتنه د ايران قم ښار ته ولاړئ.
شيخ محسني صاحب د ١٣٥٨ل. کال په حمل مياشت کي د حرکت اسلامي په نوم ګوند جوړ کړ، ددې ګوند غړو د شوروي اتحاد پر ضد د هيواد په ډېرو سيمو کي مسلحانه جهاد شروع کړ؛ په ١٣٧١ل. کال کي د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته ښاغلى شيخ محسني داسلامي دولت د رهبري شورا وياند وټاکل یو؛ کله چي مجاهدينو خپل منځي جګړې شروع کړې، شيخ صاحب کابل پرېښودئ او د پاکستان په اسلام اباد کي استوګن سو؛ له هغه ځايه په ١٣٧٦ل. کال د ايران قم ښار ته ولاړئ ، هلته ئې تدريس شروع کړ؛ په افغانستان کي د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته بيرته خپل هيواد ته راستون او په کابل کي مېشت سو.
په ١٣٨٤ل. کال کي د حرکت انقلاب اسلامي له ګونده ليري او سياسي فعاليتونه ئې پرېښوول.
په کابل کي ئې لوى علمي او فرهنګي مرکز د خاتم النبيبين په نوم تاسيس کړ، د تمدن په نوم ټلوېزوني کانال ئې هم جوړ کړ.
ښاغلي شيخ محسني په هيواد کي د يو منلي شيع مشر په توګه ځانګړى ځاى درلود او لري ئې، د ژبي په فصاحت او روان اصلاحي وعظ سره ئې ډېر شايقين ځان مات کړي ول.
شیخ صاحب تر۶۵ ډېر ديني، فرهنګي او سياسي اثار ليکلي دي، چي ځيني ئې په دې ډول دي:
۱- صراط الحق(علم کلام)په دریو ټوکو کي؛
۲- حدود الشریعة فی محرماتها و واجباتها(علم فقه)په څلور ټوکو کي؛
۳- کتاب حدود الشریعة فی واجباتها – په دوو ټوکو کي؛
۴- فوائد رجالیة؛
۵- متافیزیک؛
۶- قرآن یا سند اسلام؛
۷- فوائد دین در زندگانی و عقاید اسلامی؛
۸- اقتصاد معتدل؛
۹- معجم الاحادیث المعتبرة – په شپږ ټوکه کي؛
۱۰- الفقه و مسائل طبیة؛
۱۱- حکومت اسلامي؛
۱۲- مشرعة بحارالانوار – په دوو ټوکي؛
۱۳- الضمانات الفقهیة و اسبابها
۱۴- القواعد الاصولیة و الفقهیة؛
۱۵- روح از نظر دین؛
۱۶- عقل و علم روحی جدید او نور.
شيخ محسيني صاحب ما(قانع) يو ځل هغه وخت وليدئ، چي کندهار ته ئې له کرزي صاحب سره تشريف راوړى وو.
ارواښاد شيخ قندهارى نن د ۱۳۹۸ل. کال د اسد مياشتي پر ١٤مه نېټه د دوشنبې په ورځ ماښام د اجل داعي ته لبيک ووايه، روح دې ښاد جنت دې ځاى وي.
ارواښاد نه يوازي د کندهار او افغانستان بلکي د ټولي نړۍ يو لوى ديني عالم، مبلغ، مبارز او قدرمن شخصيت وو، ياد دې تلپاته وي او ارواح دې ښاده وي.