کور / تازه خبرونه / امريكا: د مشرف ملاتړ نه كوو، دا يې كورنۍ موضوع ده

امريكا: د مشرف ملاتړ نه كوو، دا يې كورنۍ موضوع ده


د امريكا د متحده ايالاتو حكومت وايي د پاكستان د جمهور رئيس جنرال مشرف پر واك پاته كېدلو او پاڅېدلو باندي دوى كومه نيوكه نه لري او دا د پاكستان كورنۍ موضوع ګڼي.
جنرال مشرف چي د ترهګرۍ ضد جنګ كي د امريكا يو له تر ټولو نيژدې ملګرو څخه و او په تېرو څو كلونو كي د امريكا له ملاتړ څخه برخمن و، داسي ښكاري چي نور يې د بخت ستورى پر لوېدو دئ او امريكا يې له ملاتړ څخه لاس اخيستى دئ.
د امريكا د حكومت پورتنى غبرګون د پاكستان د حاكمو ګوندونو د اتحاديې هغه پريكړي ته جواب دئ، چي نن يې د يوه پرېكړه ليك په تصويبولو جمهور رئيس مشرف دې ته اړ كړ چي بايد د واك د غځولو مشروعيت له پارلمان څخه ترلاسه كړي.كه ښاغلى مشرف له پارلمان څخه تر پنځوس فيصده زياتي رايي ترلاسه نكړي، هغه ورځ به يې د واكمنۍ وروستۍ نېټه وي.
كه څه هم تر اوسه په رسمي ډول د پارلمان له خوا جمهور رئيس مشرف ته د رايي وركولو ورځ نه ده په ګوته سوې، خو داسي ويل كېږي، د اګست پر يوولسمه چي د نوموړي د زوكړي ورځ هم ده، د هغه برخليك وټاكل سي.