" /> " /> " /> " /> دنړې تر ټولو ستر مېلمستون په شمالې کوريا کښي جوړېږي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / هراړخیز / دنړې تر ټولو ستر مېلمستون په شمالې کوريا کښي جوړېږي  video

دنړې تر ټولو ستر مېلمستون په شمالې کوريا کښي جوړېږي  video

دنړۍ تر ټولو ستر مېلمستون دجوړېدودکار دپيل له ورځي نه ۲۰  کاله وروسته پاي ته رسېږي .

دټايمز The Times  دخبر له مخې دپيونګ يانګ په ښارکي د نړۍ تر ټولو دستر مېلمستون   Ryugyong Hotel   دجوړېدوکاردپاي ته رسېدو په حال کښي دی . داسي تخمينېري چي ددې مېلمستون پر جوړېدود ۷۵۰ ميليونه ډالرونه تر دوه ميليارډو ډالر و پوري لگښت کيږي .


د۱۰۵ منزله مېلمستون کار دسويلی کوريا پلازمېني د پيونگ يانگ په ښارکښي په ۱۹۸۷م کال کښي پيل شو،مگر په ۱۹۹۲ کال کښي ددې مېلمستون دجوړېدوکارداقتصادي اومادي ستونزوله امله په ټپه ودريد.سره له هغه هم داتعمير دپيونگ يانگ سمبول وگرځېد،اودهغه عکس په پست کارټونو اوپوستي ټکټونوکښي چاپ شو . په Wikipedia انترنت پاڼه کې ددې مېلمستون دمعرفی لپاره يوه مکمله پاڼه ځانگړې شوېده .

تر اوسه لا څرگنده نده چي دريگيون هوټل Ryugyong Hotel دجوړېدو دکارپاي ته رسېدو لپاره څوره وخت نور پکاردی . کله چي  ئي دجوړېدو کار پاي ته ورسېږي دمېلمستون ټوله ساحه  نږدې ۳۶۰ متر مربع مځکه په برخه کي نيسي .ياپه بل عبارت دا هوټل په ۳۶۰ زره متر مربع مځکه کښي جوړ سوئ دی . ددې احرام ډوله ساختمان  جگوالۍ ۳۳۰ مترو ته رسېږي . پدې مېلمستون کي ۳۳۰۰ کوټې او ((۷)) رستورانتونه چي  هر يو ئې دښار پر لور دي جوړېږي .

په لومړی سر کي دهوټل دجوړېدو له ورځی نه په نظر کښي نيول شوې وه چې د Ryugyong Hotel مېلمستون به په ۱۹۸۹ کال کښي پرانيستل کيږي .