شعر

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2008


نه مي ژوندون شته نه مي دنيا شته
نه مي هيلو ارمانو نو ته خندا شــته
چاته تمه وكړم خداي لپــــاره زه
يوه خوله كي ځو ژبي دهر چاشته
چي تل يې وينې په تياروكي بله ولي
كله قدر دهغو پر ما او تــــا شــــته
هسي ګيره سپينه كړوپه ملا سوه
نه ياديږو نه دچا راته دعــــــا شتـــته
زموږ بي فكره دځواني ولو خيا لونه
چي په كلي نه سپرلي اونه بوراشته
دخپل وطن په قدر پوه نه شــــــــوو
په برخه زلالـــت زما او ستا شتـــه
چي په مينه پښتا نه باندي راټول وو
حكيمه چيرته اوس هغه بـابـــا شته      

Copyright Larawbar 2007-2024