کور / سياسي / افغان سوله او د کشمیر کشاله

افغان سوله او د کشمیر کشاله

ليکنه : د.زرمت

دهندوستان او پاکستان ترمنځ دکشمیر کشاله د پاکستان دجدا کیدو له وخته را منځته شوه او تر دې دمه یې پاکستان او هند ترمنځ دخپل منځي جګړو اصلي لامل همدا کشمیر ده. هند جمو کشمير د ځان بولي او پاکستان يې هم ادعا لري.

سوال داده چې ولي هند په داسې حساس وخت کې چې افغانستان د سولي پروسه نهایې کیږي په کشمیر کې دخپل قانون ۳۷۰مه ماده او ۳۵ مه ماده ديو فرمان په ذريعه لغوه کړلي؟

دغ سوال ته کتو لومړی دا مادي ځوابوم چې دا څه شی دي؟

۳۷۰ مه ماده

دهند او پاکستان دتقسیم په وخت د کشمیر حاکم لومړی داسې فیصله وکړه چې جمو کشمیر به خودمختاره وي مګر وروسته پدې راضي شوه چې په مشروط ډول به دهندوستان سره یوځای وي.

چې پدې توګه د هند په قانون کې ۳۷۰ مه ماده  دشیخ عبدالله او جواهر لال نهرو د پنځه میاشتو د صلاح او مشورو نه وروسته داسې ولیکل شوه چې جمو کشمیر ته خاص اختیارات ورکول کیږي او هغه  قانون چې دهند په نورو ایا لاتو باندې نافذ ده کشمیر ورنه مستثنا ده.

جمو کشمیر به خپل قانون او خپل بیرغ ولري .پدې ماده کې ددفاع ،مواصلاتو او خارجه چارو نه علاوه نورو اموراتو کې دهندوستان پارلیمان او مرکزي حکومت لاس وهنه نشي کولى مګر د کشمیر حکومت د توافق پراساس.

هند په ۳۶۰ ماده کې ویلي چې په اظطراري ډول هند کولي شي چې په کوم ایالت کې یا ټول هند کې مالیاتي اظطراری حالت نافذ کړي مګر ۳۷۰ مه مادې پر اساس کشمیر مستثنی ګڼل شوی.

۳۵ مه ماده

دجمو کشمیر اوسېدونکي به دکشمیریانو په نوم پېژندل کیږي نه دهندیانو په نوم. ددې مادي پراساس کشمیر خلک به خپل خاص کشمیري هویت ولري.

دهند خلک په جمو کشمیر کی جایداد نشي اخیستلی او هم په دفترونو کې کار نشي کولی دا صرف د کشمیرانو حق ده.

دهند نوي فیصله:

هندوستان حکومت چې د هند جنتا ګوند  یې اوس مهال پرمخ بیایې نریندرا مودی د قانون ۳۷۰ مه ماده او ۳۵ مه ماده ديو فرمان په تصويب سره ختمه کړه. او وزیر داخله امت شا دا اعلان دهند په پارلېمان کې وکړ.

ددې فیصلي وروسته به جموکشمیر په دوه ایالاتو تقسیمیږي

۱- جمو کشمیر.

۲- لداخ.

جموکشمیر او لداخ به د مرکزی حکومت دهلي سره وصلیږي. جمو کشمیر به ځانته ایالاتي پارلېمان ولري مګر په لداخ کې ایالاتي پارلېمان شتون نلري.

ټول هغه قوانین چې دهند په نورو ایالاتونو باندې پلې کیږي په کشمیر باندې به هم پلي کیږي دهند بیرغ رسما کشمیر کې پورته کیږي.

لنډه داچې کشمیر کې خاص اختیارات ختم او د دهلي دحکومت لاندې به کار مخته وړي.

امت شا د هند وزیر داخله وایې چې د امنېتي مشکلاتو او دسرحد بلي خواته د تروریزم دکنترول په بنیاد یې دا ګام پورته کړی ده.

 د پاکستان عکس العمل

پاکستان خورا بده منلي چې هندوستان حکومت جمو کشمیر رسما د دهلي برخه ګرځولي ده . اونۍ مخکې دپاکستان ولسمشر عمران خان د سفر له موخو څخه یوه دا وه چې رسما يې د امریکا ولسمشر ټرمپ نه غوښتنه وکړه چې دجمو کشمیر مسله کې د ثالث رول ولوبوي.

پاکستاني چارواکو عکس العملونه ساعت په ساعت را روان دي او دپاکستان ولسمشر په ملل متحد غږ کړی چې د هند دا کار دملل متحد دقانون خلاف کار ده او هم یې د برطانیه دحکومت دفاعي چارو مسول سره تماس نیولی ده او د مالیزیا ولسمشر سره تلیفوني خبري کړیدي ……

کشمیر مسله دافغانستان سره تړاو.

خلیلزاد تر پرونه پوري په دوحه کې د طالبانو سره د سولي په خبرو بوخت وو او دا د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې دي. هند د طالبانو په رضایت او سوله باندې په باطن کې راضي نه ښکاري مګر په ښکاره ډول کوم خاص عکس العمل نلري.

هند ویره لري چې د افغان سولي وروسته به دکشمیر امنېتي مشکلات نور هم زیات شي؛ ځکه افغان حکومت څو ځلې ویلي دي چې طالبان د پاکستان لخوا تمویل کیږي. اوس چې طالب د افغان حکومت سره یوځای شي نو پاکستان اثر او رسوخ به افغانستان کې تر یو څه حده کم شي .

پاکستان په یو وخت کې په څو جبهاتو کې نشوای جنګیدلی اوس به دوباره کشمیر ته توجه ورکړي.

همدا ویره وو چې هند په خورا حساس وخت کې جمو کشمیر کې تغیرات راوستل دا تغیرات به پر افغان سوله او خاصه توګه په بین افغانی مذاکراتو ژور اثر ولری . هند کولی شول چې دافغان سولي نه وروسته دا کار وکړي مګر داسې یې ونکړل.

خلیلزاد د دوحي غونډه خپل تخنېکي ټیم ته حواله کړي ده او خپله هندوستان ته په عاجل سفر تللی ده تر څو دهند له چارواکو سره وګوری او دسېمي په اهمو مسایلو خبري وکړي او دافغان سولي اړوند دهند مخي ته پراته ګواښونه وڅېړي او هند ته ډاډ ورکړي.

د کشمير روانه لانجه کېدای شي پر نورو اړخونو باندي هم  اغېز ولري، مثلا: هند داخلي مشکلات زياتېدل، د لداخ کې د بودستانو شناخت باندې د چين ممکنه غوسه او بيا غور، د پنجاب د ازادي غوښتوونکو ممکنه اعتراض، کشمير جنګ ته د پاکستان او هلته د جنګياليو ډلو پاملرنه ډېرېدل، هند ته د افغانانو په ورتګ محدويتونه او داسي نور…