کور / راپور / په ترکيه کي لومړۍ نوې کليسا جوړيږي

په ترکيه کي لومړۍ نوې کليسا جوړيږي

د ويچه ويله راډيو څخه

په ترکيه کي له نژدې يوې پېړۍ وروسته لومړۍ نوې کليسا جوړيږي. تر مخه يوازي د موجودو پخوانيو کليساؤ د ترميم اجازه وه.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عيسوي اوونۍ په پای کي په استانبول کي د يوې نوي کليسا د بنسټ خښته کښېښودله. دغه مراسم چي د سوريې د ارتدوکس کليسا ودانۍ جوړولو له پاره نيول سوي ول، په ژوندۍ بڼه په تلويزيون کي خپاره سول. دغه کليسا د استانبول په باکيرکيو سيمه کي جوړيږي او د ۷۰۰ انسانانو له پاره به ځای ولري. دغه سیمه د ترکيې پر اروپايي اړخ د اتاترک هوايي ډګر ته نژدې پرته ده.

که څه هم چي د ښار په بيولغلو سیمه کي د سوريې د ارتدوکس مسيحيانو له پاره يوه پخوانۍ کليسا موجوده ده، خو په دغه کليسا کي د عبادت کوونکو له پاره ځای لږ او د عيسويانو د اوسېدو له سيمي څخه ليري ده. په استانبول کي دمګړی شاوخوا ۱۷ زره سوريايي ادتدوکس عيسويان ژوند کوي.

د سوريې ارتدوکس کليسا د استانبول اُسقف يوسف چېتين، په دغو مراسمو کي له يوې تاريخي ورځي څخه خبره وکړه. په دغو مراسمو کي د نورو مسيحي کليساؤ د لوړپوړو کسانو تر څنګ يو شمېر نورو مهمو مېلمنو هم گډون کړی وو.

اردوغان په ترکيه کي اوسېدونکي مسيحيان »د سيمي بچيان« وبلل. هغه وويل چي دا د دولت وظيفه ده چي مسيحيان د عبادت له پاره په کافي اندازه کليساوي ولري. د ترکي ولسمشر دغه نوې کليسا د ترکيې له پاره بډاينه و ارزوله. د پلان له مخي به د دغې کليسا د ودانۍ جوړولو چاري دوه کاله دوام وکړي.

له ۱۹۲۳م کال راهيسي دا لومړۍ نوې کليسا ده چي په ترکيه کي جوړيږي. تر دې مخکي يوازي د زړو کليساؤ د ترميم اجازه وه او د نوو کليساؤ د جوړولو اجازه نه وه.

اردوغان په ۲۰۰۹م کال کي د خپل لومړي وزارت پر وخت ښاروالۍ ته وويل چي د نوي کليسا له پاره د مځکي تلاښ پېل کړي. په ۲۰۱۵م کال کي لومړي وزير داود اوغلو په رسمي توګه د دغې کليسا د جوړېدني پلان اعلان کړ. خو د ترکيې بيروکراسي د دې لامل سوه چي د دغې کليسا د ودانۍ جوړېدنې چاري څو کاله وځنډيږي.

پر کومه مځکه چي اوس د نوي کليسا ودانۍ جوړيږي، په ۱۸۶۸م کال کي د يوه عيسوي له خوا د کاتوليکي کليسا ودانۍ ته د جوړېدلو له پاره وقف سوې وه چي د قبرستان په توګه ورڅخه کار اخيستل کيدی. په ۱۹۵۰م کال دولت دغه سيمه د ښار ملکيت ګرځولې وه او قبرستان يې تړلی ؤ.

د عصري ترکيې مؤسس کمال اتاترک، که څه چي د يو داسي دولت بنسټ ايښی ؤ چي دولت او مذهب پکښي سره بېل دي. خو پر دغه هيواد داسي نيوکي موجودي دي چي له مخي يې پر ديني او مذهبي لږکيو چي د اکثريت په شان سني مسلمانان نه وي، له تبعيض سره مخامخ کيږي.

د ترکيې دولت يوازي يوناني ارتدوکس کليسا، ارمني کليسا او يهوديان په رسمي توګه د لږکيو په صفت پېژني. خو دغو په رسميت پېژندل سوو لږکيو ته بيا هم صرف محدود حقونه ورکول سوي، لکه د خپلو ښوونځيو درلودل.