کور / راپور / باجوړ کي ماين چاودني د پاکستاني پوځ درې کسان هلاک کړل

باجوړ کي ماين چاودني د پاکستاني پوځ درې کسان هلاک کړل

تېره ورځ په خيبر پښتونخوا باجوړ سيمه کي د سړک غاړي ماين چاودني د پاکستان د پوځ درې سرتېري هلاک کړي او دوه نور ئې ژوبل کړل.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوځ ګاډۍ د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو او د سړک غاړي يو ماين ورباندي وچاودېده.

د سيمي خلګ وايي، چي چاودنه ډېره زوروره وه او ږغ ئې تر ډېره ليري پوري واورېدل سو.

عيني شاهدان وايي، چي د څو پوځيانو مړي ئې وليدل چي امبولانس ته وړل کېدل.

باجوړ هغه سيمه ده چي د ترهګر پوځ  په ملاتړ پکي وسلوالي ډلي فعاليت کوي، خو کله کله خپله د پوځ پر چارواکو هم بريدونه وکړي.

دا په دې وروستيو کي پر پاکستاني پوځيانو باندي څلورمه چاودنه ده، چي درنه مرګژوبله ورته اړوي.

په تېرو دوو اونيو کي د چاودنو او بريدونو په ترڅ کي تر ۳۰ زيات پاکستاني  پوځيان هلاک سوي دي.