کور / علمي / زما ژوند جداوجهد / د پاچان ژوندليک – وروستۍ برخه

زما ژوند جداوجهد / د پاچان ژوندليک – وروستۍ برخه

راټولونکی: عبدالجبار فراز

۱۱۰
بمبيي ته د ګاندي جي د لیدلو لپاره تللی وم. هغه د برلا په کور کي وو. زه هم ورغلم او همالته مي ورسره واړول. یوه ورځ یې د عدم تشدد بحث راواخیست. ما ورته وویل چي ګاندي جي ته له بېخي ډېره وخته په هندوستان کي د عدم تشدد درس ورکوې او زه نسبتن لږ وخت کېږي پښتنو ته دغه تګلار تبلیغوم. زما سره ستا په پرتله وسایل او بشري ځواک هم ډېر کم دی. مګر بیا هم د ۱۹۴۲م کال د جګړې پر مهال په هندوستان کي ډېر پراخ تشدد وسو، لیکن سرحد صوبه کي د انګرېزانو له سخت زورزیاتي سره-سره پښتنو تشدد ونکړ. دا په داسي حال کي چي پښتانه تر هندیانو د تشدد زیات وسایل هم لري. دا ولي؟ ګاندي جي په جواب کي راته وویل چي عدم تشدد د بزدل سړي کار نه دی، دا د یوه زړور او بهادر سړي کار دی. پښتانه تر هندوستانیانو زیات بهادران دي. همدا وجه ده چي تشدد یې ونکړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۱۱
یوه ورځ له ګاندي جي سره ناست وم چي یو د زړو او فقیرو جامو څښتن سړی راغی، له جېبه یې پیسې راوایستې او ګاندي جي ته یې وړاندې کړې. هغه ځني وپوښتل څو دي؟ ده ورته وویل اویا زره. هغه ورته کړل چي زه یو لک روپۍ غواړم. دی ولاړ او په دا سبا یې یو لک روپۍ راوړې. بله ورځ یې خپل منشي ډیسايي ته وویل بمبیي مېشتو ته ووایه چي د هریجنو لپاره لس لکه روپۍ راولېږي. په کوټه کي درې نور کسان هم ناست ول. هغوی ګاندي جي ته وویل چي له هغو څخه یې مه غواړه، موږ درې سره به سړي سره دوه نیم دوه نیم لکه درکړو، پاته دوه نیم لکه سوې هغه له یو بل سړي څخه واخله. همدارنګه کله چي ګاندي جي د ازادۍ تحریک شروع کړ له قوم څخه یې سل لکه روپۍ وغوښتې هغوی تر دې زیاتي ورته راټولي کړې. چي ده به د قومي خدمت لپاره یو کس غوښت سل کسه به ورته تیارېدل. خو زموږ د سرحد صوبې مامله بیا بېخي بل ډول وه. هر کار مو په تشو خبرو او تبلیغ سره رساوه. مرسته خو پرېږده سرچپه به یې پر موږ دا تور لګاوه چي پر بېځایه شیانو مو د قوم روپۍ لګولي دي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۱۲
کله چي موږ پوه سوو پرنګیان هندوستان ته د خپلواکۍ پر ورکولو اړ سوي دي، نو ما ګاندي جي ته وویل چي دا ځل باید د حکومت چاري ته پخپله په لاس کي واخلې. تا په خپلو سترګو ولیدل چي تېر ځل د یوه بېواکه حکومت په دوران کي به وزیرانو د چا خبري نه منلې دا ځل خو پوره اختیارات راروان دي. له همدې امله په کار ده ته مشر سې. ستا ځایناستی بل هیڅوک نسي کېدای. ان که دا خپل زوی دیویداس هم پر کښېنوې، نو د حکومت نشه به یې دماغ وربدل کړي او بیا به ستا خبره نه مني. ښه به دا وي چي د لېنن غوندي د حکومت ټولي چاري په خپله قبضه کي ونیسې. داسي هم کولای سې چي یو پلا ټولي دولتي چاري سره سمبال او تنظیم کړې او بیا یې د چیني مشر ماوو په شان نورو ته پرېږدې. دا به هم ګټور کار وي. خو نه پوهېږم چي ولي یې زما دا خبري ونه منلې. که چیري ده حکومت اخیستی وای هندوستان به دومره تباه او برباد سوی نه وای.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۱۳
د کانګرس، مسلم لیګ او لارډ مونټ بیټن تر منځ مخکي له مخکي د سرحد صوبې او خدايي خدمتګارانو پر سر پټه مامله سوې وه. زه ترې خبر نه وم. کله چي د مولانا ازاد، ازادي هند، کتاب راووت نو بیا خبر سوم. هندیان څو لسیزي د انګرېزانو په وړاندي جنګېدلي ول خو هیڅ ګټه یې نه وه کړې، مګر کله چي پښتانه ورسره ملګري سول او یو عالم سرښندني یې ورکړې، نو انګرېزان هم د هند خپلواکولو ته تیار سول. موږ له کانګرس سره له اوله تر اخیره په پوره ایماندارۍ او صداقت ملګرتیا وکړه، لیکن دوی-په تېره سردار پټېل-په پای کي موږ شرمښانو ته واچولو او د غلامانو غلامان یې کړو. له دوی سره زموږ ملګرتیا خو په ګډه د وطن د ازادولو پر ژمنتیا ولاړه وه، نو چي کله خبره د وېش راغله بیا یې ولي د نورو صوبو پارلمانونه وپوښتل او زموږ په سرحد صوبه کي یې د ټولپوښتنې ډنډوره وږغوله؟ دا په دې چي له یوې خوا مونټ بیټن ویلي ول چي پښتنو ته باید د پېړیو-پېړیو سزا ورکړه سي، ځکه لس کروړه هندیانو څه نه راته وویل خو دوی زموږ سره مقابله شروع کړه او له بلي خوا جناح و ګاندي جي زموږ پر سر سودا وکړه او لارډ بیټن یې دغه ارمان ته ورساوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
پای