کور / راپور / دوحه: اختلافات ختم سوي، طالبان او امريکا د هوکړي پر ميکانيزم کار کوي

دوحه: اختلافات ختم سوي، طالبان او امريکا د هوکړي پر ميکانيزم کار کوي

په دوحه کي د افغان سولي په تړو يوه باوري سرچينه وايي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ  اختلاف وړ ټکي ختم سوي او اوس د هوکړي پر ميکانېزم کار روان دی.

سرچېنه وايي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د نړيوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړيکو شکولو پر سر عمده اختلافات هوار سوي دي.

د سرچېنې په خبره، اوس دواړه خواوي د هوکړي د پلي کولو پر ميکانيزم کار کوي.

سرچينه زياتوي، طالبان ټينګار کوي،چي د هوکړي اړوند بايد چين او روسيه د منځګړو په توګه موجود وي.

تمه ده چي د سولي دا هوکړه به په نژدې راتلونکي کي لاسليک سي، خو تراوسه ئې د وخت او ځای په هکله مالومات نسته.

بل خوا د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ له دوحې څخه هند ته روان سوی دی او د طالبانو سره موافقې ته د رسېدلو لپاره تخنيکي ټيمونه په کارو اخته دي.

تېره ورځ زلمي خليلزاد وويل، چي هند ته تګ ئې له وړاندي پلان سوی وو خو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ به د دواړو لوريو کاري ټيمونه نوري چاري مخ ته يوسي.

که څه هم خليلزاد ويلي، چي هند ته سفر ئې له وړاندي پلان سوی وو، خو داسي ګنګوسې دي چي په کشمير کي د پاکستان او هند ترمنځ ترينګلتيا ددې سبب سوې چي د افغان سولي پروسه ټکنۍ کړي.

تېره ورځ هند د يو فرمان له مخي د کشمير ځانګړی خصوصيت له منځه يووړی او د فرمان له مخي اوس په کشمير کي د هند هر وګړی وظيفه ادا کولای سي او کشمير د هند د قانون لاندي د يوې سيمي په توګه وپېژندل سو.

پاکستان د هند ددې کار په غبرګون کي ګواښ کړی چي د سيمي ثبات په کشمير پوري اړه لري او که دا مسئله حل نه سي د افغان سولي پروسه به هم ټکنۍ سي.

خو خليلزاد په خپل تازه ټويټ کي ويلي، چي په کابل کي د تېرې اونۍ د فوق العاده پرمختګ برسېره، ما تیري څو ورځي په دوحه کي تیرې کړې، اوس مې طاالبانو سره پر هغو پاتې موضوعګانو تمرکز وکړ چي ښايي هغوی سره بالقوه معامله بشپړه کړي او موږ ته د شرایطو پر بنسټ د ځواکونو د ایستلو اجازه راکړي، موږ فوق العاده پرمختګ وکړ.

ښاغلی خلیلزاد همدا شان لیکلي دي: په عین وخت کي زما ټیم او د طالبانو استازي د تخنیکي جزییاتو په اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکوي او هغوی به د اړينو ګامونو او میکانیزم په اړه هم بحثونه وکړي چې د څلور ماده ایزې موافقې د عملي کولو لپاره حتمي دي.