کور / راپور / طالبانو د ولسمشريزو ټاکنو د تحريم ترڅنګ د بريدونو ګواښ هم کړی

طالبانو د ولسمشريزو ټاکنو د تحريم ترڅنګ د بريدونو ګواښ هم کړی

طالبانو په يوې تازه اعلاميه کي خبرداری ورکړی دی، چي د افغانستان ولسمشريزي ټاکني به ګډي وډي کړي.

طالبانو دا هم ويلي، چي د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو په ټاکنيزو غونډو به بريدونه وکړي او له خلګو ئې غوښتي چي په یادو غونډو کي ګډون ونه کړي.

طالبانو نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر۱۵مه» رسنیو ته په استول سوې اعلامیه کي ویلي:”موږ پر ټولو هیوادوالو غږ کوو، چي په دغه پروسه کي له اشتراک څخه ډډه وکړي… باید هغوی غونډو او تجمعاتوته ورنسي چي د برید او زیان خطر وي.”

د طالبانو ګواښ پرداسي مهال دی، چي تېره اونۍ د دولت ساز ټيم د لومړي مرستيال امرالله صالح پر دفتر وسلوال بريد وسو او ګڼ شمير ولسي وګړي پکي ووژل سول.

له دغه پېښي څخه خپله امرالله صالح روغ رمټ ووتی.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د طالبانو دې خبرداري ته په غبرګون کي وايي، چي افغانان د پوځې لارې نه بلکي د ډموکراټیکو لارو چارو واک ته رسېدل غواړي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست نن سې شنبه له امریکا غږ سره خبرو کي وویل، چي طالبان له ټاکنیز بهیر سره په مخالفت غواړي د «زور» له لارې واک ته ورسېږي.

هغه وویل:”هر هغه اقدام، چي له هر ادرس څخه د ډموکراسۍ او په خاص ډول د ټاکنو د مخالفت په اړه باندې کيږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون واضح دریځ دی چي، د دې ډمکراټیکي پروسې مخالف دی، او هغه د ټاکنو مخالف دی،نو هغه لوری به حتماً دکتاتوري غواړي، جنګ غواړي او پوځي لارو چارو پر قدرت باندې شخړه غواړي، چي دا هېڅ وخت نه د ټاکنو کمېسیون او د ملت لپاره د منلو وړ ده.”

ښاغلي حقپرست زیاته کړه چي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر سره کيدو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.