کور / راپور / زلمی رسول د ‘دولت جوړونکي’ ټاکنيز ټېم سره يوځای سو

زلمی رسول د ‘دولت جوړونکي’ ټاکنيز ټېم سره يوځای سو

راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند زلمی رسول د سه شنبې په ورځ د ‘دولت جوړونکي’ ټیم په ګټه له خپلي کانديدۍ تېرسو.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماندان چي شمېر ئې ۱۸ تنه دی پکي زلمی رسول لومړی کانديد دی چي د اشرف غني په مشرۍ د ‘دولت جوړونکي’  ټيم  په ګټه  له خپلي نوماندۍ څخه تېرېږي.

په همدې موخه تېره ورځ په کابل کي يوه غونډه جوړه سوې وه چي ګڼو کسانو پکي ګډون کړی وو.

غونډي ته په وينا کي اشرفغني وویل: “نن په ډير اخلاص یو بل منو، یو بل ته لاسونه وړاندې کوو او غیږه ورکوو، دا د لوی افغانستان غیږه ده، چي په کي به ټول افغانان ځان ویني”.

په ورته وخت کي طالبانو راتلونکي ټولټاکني تحريم کړي دي او دا ئې د وخت ضياع بللې ده.

طالبانو په تازه اعلاميه کي ويلي، چي دوی به د ټولټاکنو مخه نيسي او د بريدونو ګواښ ئې هم کړی دی.

خو ارګ د طالبانو د ګواښ په غبرګون کي ويلي، چي ټاکني د افغانانو شرعي او قانوني حق دی او افغان امنيتي سرتېري به په پوره ډاډ سره د ټاکنو امنيت خوندي کړي.