عمران خان: د کشمير پر سر کېدای سي د هند سره اټومي جګړه پېښه سي

Aziz Rahman Hazim | اگست 7th, 2019


وروسته له هغه چي هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او دا سيمه ئې د هند په مرکز پوري وتړل د پاکستان غوسه راپارېدلې او ګواښ ئې کړی چي کېدای سي دا ډول پرېکړه د هند او پاکستان ترمنځ د جنګ لامل سي.

نوموړي وويل، چی په دې تړاو ئې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ګډون نړيوالو ته شکايت کړی دی چي د هند ددې کار مخه ونيسي.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان پارلمان ته په وينا کي وويل، چي د هند دا ګام به ددې لامل سي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ به اټومي جګړه رامنځ ته کړي.

هغه وويل: “دغه جنگ به هیڅ څوک نه گټي. دا جګړه به دواړه لوري وبايلي. دغه جنگ به د ټولې نړۍ لپاره بدي پايلي ولري. زه نه غواړم چي په اټومي جنګ څوک ووېروم. خو د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه کوم چي هند دي د نړيوالو قوانينو د ماتولو څخه پرشا کړي.”

عمران خان دا هم وويل، چي که حالات همداس روان وي، د پلوامه غوندي پېښي به وسي.

د فبرورۍ په مياشت کي د هندي کشمير په پلوامه سيمه کي د يو ځانمرګي بريد له امله د هند ۴۰ نيمه پوځي سرتېري ووژل سول.

ددغه پېښي پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

Copyright Larawbar 2007-2024