کور / راپور / امرالله صالح: طالبان جعلي افغانان دي او د افغان وژني لپاره ګومارل سوي دي

امرالله صالح: طالبان جعلي افغانان دي او د افغان وژني لپاره ګومارل سوي دي

د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف غني مرستيال او د ‘زرغون بهير’ مشر امرالله صالح وايي، چي   افغانان به  په ډيموکراټيکو لارو واک ترلاسه کوي.

امرالله صالح دا څرګندوني د طالبانو د وروستي ګواښ په تړاو کړي دي، چي وايي دوی به راتلونکي ټولټاکني تخريب کړي او خلګو ته ئې خبرداری ورکړی چي په ټاکنيزو غونډو کي ګډون ونه کړي.

امر الله صالح د طالبانو د ګواښونو په غبرګون کي پرخپل ټوېټر باندې لیکلي دي:

“د ترهګرو طالبانو لخوا د ټاکنو د بهیر ګواښول کومه نوې خبره نه ده. طالبان ددې لپاره جوړ سوي او ترې ملاتړ کېږي چې افغانستان وځپي او د مذهب تر نامه لاندې داسې یو زوړ سیستم په افغانستان کي جوړ کړي چي د پاکستاني اسټبلېشمنټ حریصې او خونخوارې بلا ته پرې څه برابر کړي. دوی له جعلي افغانانو پرته بل څه نه دي.”

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسون ويلی، چي ټاکنو ته تياری وروستی سوی او په دې برخه کي پوره چمتووالی لري.

ارګ هم تېره ورځ د طالبانو د ګواښ په غبرګون کي وويل، چي ټاکني د افغانانو مشروع او قانوني حق دی او هيڅوک ئې مخه نه سي نيولای.