کور / راپور / د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيري په روغتون کي ساه ورکړه

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيري په روغتون کي ساه ورکړه

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره سوشما سوراج تېره ورځ د ډهلي په يو روغتون کي د ۶۷ کالو په عمر ساه ورکړه.

آغلې سوراج د بې جي پي واکمن ګوند مخکښه او د هند پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيره وه.

هندي رسنۍ وايي، چي آغلې سوراج د زړه له تکليف څخه کړېدل او همداراز ئېد ګردو يا پښتورګو تکليف هم درلودی.

سشما سوراج د خپل مرګ درې ساعته وړاندي پر خپل ټوټرپاڼه له لومړي وزير نريندرامودي څخه مننه کړې وه.

هغې پر خپل ټويټرپاڼه ليکلي وه: “ لومړی وزيره، ډېره مننه ، ما د همداسي ورځي انتظار کاوه چي په خپل ژوند کي به ئې ووينم”.

هغې په خپل ټويټ کي دا نه ده روښانه کړې چي پر څه باندي د لومړي وزير څخه مننه کوي، خو داسي مالومېږي چي اشاره ئې د کشمير د ځانګړي حيثيت ختمولو ته وه.

دوې ورځي وړاندي هند د کشمير ځانګړی حيثيت لغوه کړ او د هندي قانون تر چوکاټ ئې لاندي کړ، چي په دې سره به په کشمير کي هر هندۍ جائداد اخيستلای سي او هلته به د هند هر وګړی دنده اجرا کولای سي.