کابل چاودنه: ۹۶ کسه ژوبل سوي، طالبانو د پېښي مسؤوليت منلی دی

Aziz Rahman Hazim | اگست 7th, 2019


د کابل د نن ورځي په بمي چاودنه کي د زخميانو شمېر چي ډېری ئې ملکي وګړي دي ۹۶ تنو ته رسېدلی دی.

نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په لوېديځ شپږمه ناحيه کي موټربم بريد وسو، د چاودني ږغ تر ليرو سيمو پوري واورېدل سو.

د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، چي تر دا مهاله ۹۶  تنه  بېلابېلو روغتونونو ته انتقال سوي دي.

۱. استقلال : ۶۹ تنه

۲. علی اباد : ۱۹ تنه

۳. ایمرجنسی : ۷ تنه

۴. جمهوریت : ۱ تنه

په پېښه کي د وژل سويو کسانو شمېر تر دا مهاله مالوم نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چي نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۴ دقیقې یو موټر بمب د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امریت نظام قراول په نښه کړی دی.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او د ګڼو سرتېرو د وژلو ادعا ئې کړې ده

Copyright Larawbar 2007-2024