کور / سياسي / افسوسو ددې ملک پر حال !

افسوسو ددې ملک پر حال !

ليکنه: حبيب الله غمخور

ایران هيڅوخت  له افغانانوسره په اخلاص ندی درېدلی

ښاغلی مسلميارصاحب  وايي : ایران تل له افغانانوسره په اخلاص درېدلی .

ايراني اخوندانو سره دفضل هادي مسلميار صاحب د بې مسوليته څرگندونوپه اړوند .

دامنم چې دټولو ناخوالو ترڅنگ بايد ديپلو ماتيل اصول مراعت  سی .خو دديپلوماسی اودهغې له اصولو بايد ماهرانه او عاليمانه استفاده وسي چې متاسفانه زموږ مسلميار صاحب ورنه بې برخ دی .زه اوس پردې خبري نه کوم چې پدې اتله کاله دولتي مقامونه څنگه،چاته اودکومو موخولپاره دبهرنيو په هدايت سپارل سوی دي .

خوپدې ټول خبر دي چې پر ما لکه پر بل هر افغان خپل هيواد،دهغه شتمنی اوهيوادوالو ملي غرور گران دي اودقدر په سترگه ورته گورم .ددې ملي ارزښتونودسپکاوی پرخلاف مي تل د ژ بی اوقلم نه په زغرده اوبربنډه استفاده کړېده .

نن مي دا حيرانونکی خبر دډله ايزو رسنيو په مټ ولوست  چي دافغانستان دمشرانو جرگې مشر ښاغلی  فضل هادي مسلميار ايران ته سفر درلود د اسد په  ۱۳مه يې  د ایران  دمشرانو جرګې له مشر علي لاریجاني سره د افغان سولې، اوبو او سیمه ییز و مسایلو په تړاو خبرې کړې دي .

په دې لیدنه کې د ایران د سناجرګې مشر علي لاریجاني افغانستان د ایران ورور هېواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا لخوا  له افغان دولت پرته له نورو ډلو سره د سولې خبرو اترو مخته وړل ښه کار نه دی .

بلې دامنو چې ښه کار ندی . خوتاسوچې طالبانو سره بېساري مرستی کوی اوپخپله یې منی   چې له طالبانوسره اړېکي لري اوملاتړ یې کوي ،پدې اړه ستاسو دريز  ولی دورور گلوی ندي ؟

ولې له بده مرغه د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار چې پوهېږم دايرانی اخندانوسره پخوانی اړيکي او خواخوږی لري خو پدې ليدنه کي چې رسمي اودافغانستان په استازيتوب ده  ویلي  :

 ایران هر وخت په ستونزه کې د افغانانو تر څنګ درېدلی : (( ایران هر وخت له موږ سره په پوره اخلاص درېدلی، نن چې د سولې خبرې روانې دي، مننه کوو چې ایران د افغان دولت په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي ))

مسلميار صاحب !

 ایران په داسې حال کې د افغانانو په مشرۍ د سول د هڅو ملاتړ ښودلی چې تر دې وړاندې ایران ته د طالب سیاسي مشرانو دسفر راپورونه هم ورکړل شوي، تر دې چې دې وروستیو کې له طالبانو څخه نیول شوې وسلې ښيي چې طالبان او ایران خپلو کې څه اړیکه سره لري؟

دغه راز  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په نوي ډیلي کې ویلي وو، د طالبانو د حکومت پلويان نه یوو خو قدرت باید ورسره تقسیم  شي  .

مسلميار صاحب  دامه هېروه  کله چې موږ له ستونزی سره مخامخ شويو همدې ايراني چارواکو موږ ترخوږ گوته نيولی يو.

دايرانی اخوندان و لخوا فرهنگی يرغل دايراني افراطيت اواخوندي مذهبی نفوذ دزياتېدو اوزموږ دغيرتی ولس په منځ کي دمذهبي دښمنيو درازېږېدو اوچاغېدولپاره په درب  روان دي .مگر تاسو دايراني اخوندانو بربنډي مداخلی اوسپين سترگی  نه وينۍ ؟

ايران اوپاکستان دواړو زموږ دولس په ښارگوکي داسي منگولی ښخي کړي چې لاسونه یې تر څنگلو په وينو سره ده .

پاکستان سره موږ دمځکی اوايران زموږ سره د اوبو لانجه لري .دواړه هيوادونه زموږ طبعي حق غصبوی اوهرڅه په زور خپلوی .دغومخو ته درسېدو لپاره دواړه هيوادونه ،پاکستان دجوړېدونه او ايران اخوندانو ته دواک درسېدو له ورځي پيل سوی دي .

له هغې ورځي  چې درضاه شاه پلوی نظام دامريکا په مټ ددوي دسيمه ايزو موخو لپاره ړنگ  اضا شاه یې  داوسنيو ايراني اخوندانو قرباني کړ اوپه ايران کښي  یې دولتي حاکميت په فرانسه کي خپلو روزل سو اخوندانو ته وسپاره .

يوپر مختللی ايران چې په سيمه کي یې سيال کم وپه افراطيت ،دديموکراسی، ټولنيزعدالت ،پرمختگ پرخلاف چارواکوته  وسپاره .

له هغې ورځي ايرانی اخوندانو زموږ سره داوبو دمسلی پر سرخپل سرې اوله نړيوالو اصولو خلاف غوښتنو اوزموږ په هيواد کي دفرهنگی تېريواو خپل سياسي ،مذهبی نفوذ دپراختيا په خاطر  ددوي لخوا د اتوپخوانيو جوړو سوو ايران پلوه  ډلوله هر يوه سره همدا اوس هم دخپلو لعنتي اړېکي پالي اوپه افغانستان خپله دښمنی له بهرنيانو سره  دهمدې لاسپوڅواوافغان زلمو دسر په قيمت پر مخ بيايي .

مگر همدا ايران په خپله خاوره کي دهمدې حاکميت پرخلاف چې مسلميار صاحب یې مشرانو جرگې مشردي مخالفين نه روزی اوهغوي په وسلو نه سمبالوی ؟

 مگر په ايران کي دافغان ولس ددښمنانوتر ۱۲ زيات کمپونه او روزنتونونه نسته ؟

مگر همدا اخوندان طالبانو ته وسلې اوپیسې نه ورکوې ؟

تاسو دفراه او هرات له هغو افسرانو نه چې په رښتيا پردې هيواد مين دي پوښتنه وکړئ چې له ايران  څخه په وسلو بار څومره کاروانونه راروان وي .اوددې خبري دپخلی لپاره ډله ايزو رسنيو ويبپاڼو ته سره ورښکاره کړي .

مگر همدا ايراني اخوندان دخپلو سياسي مذهبي موخولپاره داڅوکاله منچني ختيځ هيوادونو جگړوته افغان کډوال نه لېږي ؟ اوددوي لپاره روزنتونونه نلري ؟

مگر په هرات کي چي دزعفرانو دکر کيلی دپرختياپرخلاف هڅي اوسوداگريزي مداخلې پيل کړې ؟

مگر په پارلماني ټاکنو،دولتي اداروکي دچارواکو مقررولو ،دولسمشری ټاکنو په پروسه کي دوي بې پرې دي ؟

 دغه اوس چې يوڅه او کله بله بابولاله وايي مگردايراني اخوندانو له مالی چينو نه نه اوبه کيږي؟

ارگ ته هره مياشت ددوميليونو ډالرو لېږ ل دخداي لپاره وه ؟ اوکه ددې ملت سره دمرستي لپاره وه؟

داډول په اصطلاح جيب خرڅونه به اوس هم ډيروته ليږل کيږي ،ځکه خو دايرانی اخوندانو په صفت نه مړېږي  .

په ۲۰۱‍۵ ز کال داکتوبر په ۲۵ دايران دبهرنيو چارو وزير جواد ظريف داڅرگندونه چې ،د ایران د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکاوه:«که په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې توقع لري چې د ایران اسلامي جمهوریت د مهاجرو د وضعیت او د افغانستان د پرمختګ په وړاندې د ملاتړ پالیسي په جدیت او دقت تعقیب کړي، پکار ده چې د افغانستان حکومت د ایران د اوبو حق په هامون، هلمنمد سین او هري رود کې په پام کې ونیسي .» دې څرگندونو ته تاسو ښاغلی ددې بېلگه بولی چې واياست :ایران تل له افغانانوسره په اخلاص درېدلی .

په سلگونودا ډول بې شرمانه مداخلې چې که یې يوازي نومونه وليکم کتاب ورنه جوړېړي .

دوجدان له مخې دافغان دې غيرتی وسله وال ځاک دقربانيواوددوي پرخلاف دترهگرېزوبريدونو خبرونه يوځل  همدا ستاسو تر حاکميت لاندي نشارتي رسنيو له لاري واوری .بيا وواياست ايران هغه هيواد دې چې تل یې زموږ سره په سختيوکي مرسته کړې .

څو ورځي وړاندي مي دا لنډه ليکنه چې ايران  په افغانستان کي څه کوي ؟ دفيسبوک له لاري خپره کړه خو دچارواکو کوم غبر گون مي ونه لوست  .

داد ملی افتخاراتو مدافعان  ولی چوپ دي ؟

دا زورونکی اوشرمونکی خبرچې يودولت دخپلو ملی اوتاريخي ارزښتونو اوافتخاراتونه دبل هيواد (ايران)  دتېري پروړاندي چوپتيا غوره کوي اوبيا وايي  وطن ورباندي گران دي ، ولولئ اودوجدان له مخې قضاوت وکړی چې پدې ملک کي څه تېرېږي ؟

بي بي سي  راډيودافغان چارواکي له خولې  خبر خپورکړ چې د افغانستان یوګاونډ ی دهرات لرغونو ځایونوته ورته جعلي ودانۍ جوړوی .

د پېژندل شویو تاریخي څېرو د اصلي ځای پرسرشخړه د افغانستان او ایران ترمنځ اوږده مخینه لري. بي بي سي

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې کلتوري چارواکي وایي، د افغانستان په ګاونډ کې د هرات ځینو لرغونو ځایونو ته ورته ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي .

د هرات د لرغونوسیمو د ساتنې ادارې بي بي سي ته ویلي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې ښیي په یوه ګاونډي هېواد کې  چې ايران دي د مولانا واعظ کاشفي په نامه یو قبر جوړ شوی او د تیموریانو د عصرمشهور انځورګر کمال الدین بهزاد د جعلي مقبرې د جوړولو چاره روانه ده .

د هرات د لرغونو سیمو د ساتنې ادارې مشر زلمی صفا وایي په تېرو څو کلونو کې له زیارتونو سل ډبرینې لوحې یا ورکې شوې او یا هم له منځه وړل شوې دي چې په وینا یې دا وضعیت د دې لپاره چې په بهر کې ورته توکي په جعلي توګه جوړ شي زمینه برابروي .

ښاغلی صفا وایي، داسې یوکس هم په هرات کې نیول شوی چې پولیسو ته یې ویلي، ده ته ویل شوي و ((که ډبرې نشئ لېږدولی نو ماتې یې کړئ)) . داسي په سلگونوکسانو ته ورته دنده سپارل سوېده .

 دابې شرمانه کړنې ايراني اخوندان پداسي حال کي کوي چې دکلتوري بربنډيرغل نه یې لسيزي تېرېري،خوزموږ دولتي  چارواکي  ورته ناڅی،ځکه ډالر ترېنه ترلاسه کوي .

زما له نظره افغان ولس بايد له دولت نه د ايراني اخوندانودبربنډو مداخلو پر خلاف  نه دنړيوالو اصولو پر بنياد دهڅو اوکړنو غوښتنه وکړي .داساسی قانون له مخې دولت مکلفيت لري چې دځمکني بشپړتيا ،ملي شتمنيو ،تاريخي ميراثونو اوملي افتخاراتو نه دهرډول تيري پروړاندي م،بارزه وکړي اودهغوي دخوندي توب دنده پرغاړه لري .