کور / راپور / ملي امنيت امنيت کابل کي د داعش درې مرکزونه له منځه وړي دي

ملي امنيت امنيت کابل کي د داعش درې مرکزونه له منځه وړي دي

د ملي امنيت رياست وايي، چي په کابل کي ئې د عملياتو په ترڅ کي د داعش درې مرکزونه له منځه وړي دي او ګڼ داعشيان ئې وژلي هم دي.

ياد رياست وايي، چي دغه ځانګړي عمليات د کابل ښار په اتمه او پنځلسمه حوزه کي او همداراز د بګراميو په ولسوالي کي سوي دي.

د ملي امنيت رياست په يوې اعلاميه کي ويلي، چي چي د داعش ډلې د ځانمرګو واسکټونو او موټر بم جوړولو پر دغه مرکزونو باندې تېر شپه تر دقیقو معلوماتو وروسته عملیات تر سره کړي چي پرمهال یې د دغه ډلې دوه وسله وال هم وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت په اعلامیه کي ویل سوي:”د دغه عملیاتو پرمهال د داعش دوه ځانمرګي له منځه وړل سوی دي، یوه اندازه درنه وسله، د موټر بم جوړولو وسایل، ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او چسپکي ماینونه نیول سوي دي.”

تېره اونۍ هم ياد رياست خبر ورکړ چي په کابل کي ئې د داعش ډلي د ځانمرګو بريدګرو يو انتقال کونکی نيولی دی.

دا پر داسي مهال ده چي نن په کابل کي دوو چاودونو درنه مرګژوبله واړول.

د کابل د نن ورځي يوه چاودنه چي د موټربم په واسطه سوې پکي ۴ تنه وژل سوي هم دي.

د کابل د نن ورځي په بمي چاودنه کي د زخميانو شمېر چي ډېری ئې ملکي وګړي دي ۹۶ تنو ته رسېدلی دی.

نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په لوېديځ شپږمه ناحيه کي موټربم بريد وسو، د چاودني ږغ تر ليرو سيمو پوري واورېدل سو.

د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، چي تر دا مهاله ۹۶  تنه  بېلابېلو روغتونونو ته انتقال سوي دي.

۱. استقلال : ۶۹ تنه

۲. علی اباد : ۱۹ تنه

۳. ایمرجنسی : ۷ تنه

۴. جمهوریت : ۱ تنه

په پېښه کي د وژل سويو کسانو شمېر تر دا مهاله مالوم نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چي نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۴ دقیقې یو موټر بمب د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امریت نظام قراول په نښه کړی دی.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او د ګڼو سرتېرو د وژلو ادعا ئې کړې ده