کور / راپور / پاکستان د هند سره ډپلوماټيکي اړيکي ځنډولي، پوځ ته ئې د تيارسۍ امر کړی

پاکستان د هند سره ډپلوماټيکي اړيکي ځنډولي، پوځ ته ئې د تيارسۍ امر کړی

د هند او پاکستان ترمنځ په راولاړ سوي کړکېچ کي تېره ورځ پاکستان د هند سره ډپلوماټيکي اړيکي راکمي کړې او اعلان ئې وکړ چي د هند سره د سفارتي او سوداګريزو اړيکو کي به کمی راولي.

تېره ورځ د پاکستان د ملي امنيت شورا بېړنۍ غونډه رابللې وه، چي د عمران خان په مشرۍ پکي د پوځ او استخباراتو لوړپوړو کسانو ګډون کړی وو.

د غونډي وروسته د عمران خان له دفتر څخه خپرپاڼه خپره سوه، چي په کي د هند سره د د سفارتي اړيکو او دوه اړخيزي سوداګرۍ د ځنډولو خبره سوې ده.

همداراز په غونډه کي د پاکستان پوځ ته د تيارسۍ امر سوی دی او ويل کېږي چي د هند سفير ته د پاکستان څخه د وتلو امر هم سوی دی.

د غونډي بله پرېکړه داوه چي د اګسټ ۱۵ چي د هند د ازادۍ ورځ ده پاکستان به ئې د توري ورځي په توګه لمانځي.

د پاکستان او هند ترمنځ جنجالونه وروسته له هغه نور هم بدتر سول، چي کله هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او کشمير ئې د خپل هيواد يوه برخه وګڼل او د هند د قانوني چوکاټ لاندي راغلی.

پاکستان په دې هکله توند غبرګون وښودی او پر نړيوالو ئې ږغ وکړ چي دې مسلې ته حل پيدا کړي.

تېره ورځ عمران خان دا ګواښ هم کړی وو، چي د کشمير پر سر کېدای سي د هند سره اټومي جګړه ونښلي.