د کشمير او افغان سولي د تړلو په هکله د شهباز شريف څرګندوني په پراخه کچه غندل سوي دي
Aziz Rahman Hazim
د پاکستان د مخالف سیاسي ګوندونو مشر شهباز شريف وروستی څرګندوني چي د افغانستان امن ئې د کشمير پوري تړلی سخت غبرګونونه راپارولي دي.
شهباز شريف د کشمير په تړاو د هند د وروستۍ پرېکړي په هکله پارلمان ته وويل: “ دا څنګه تړون دی چي موږ په افغانستان کي د امن سټيج جوړو خو بلخوا په کشمير کي د وينو سره لوبي کيږي “
د نوموړي دا ډول څرګندونو په سيمه او افغانستان کي د سياستوالو ګڼ غبرګونونه راپارولي دی.
پخوانۍ سناتور او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي، دا يوه غير منطقي خبره ده چي د کشمير موضوع دي د افغانستان سره وتړل سي.
ښاغلی خټک وايي، د شهباز شريف څرګندوني به په افغانستان کي د پاکستان ضد فکر ته نوره هم وده ورکړي او پښتانه به د رياست څخه نور هم ليري سي.
ليکوال او څيړنکار ډاکټر خادم حسين په ټويټر ليکي د شهباز شريف لخوا بيان کې د افغانستان امن د کشمير سره تړل غير منطقي او غير ضروري دې . افغانستان دې ولې د پاکستان او هند ترمنځ دقربانۍ ګډوری جوړ سي.
همداراز پر خواله رسنيو افغانانو او د محکوم وطن پښتنو د شهباز شريف يادي څرګندوني په کلکه غندلي دي.
د خواله رسنيو ګڼ فعالان وايي، چي کشمير د افغانستان او پښتنو سره هيڅ اړه نه لري.
د ټويټر يو کارونکی کاکا سيف ترين پر خپل ټويټر ليکلي: “ څومره ظلم چي پاکستان پر پښتنو کړی دی، هغومره زور زياتی هند په کشمير کي نه دی کړی”.
د بشري حقونو بلي فعالي ثنا اعجاز پر خپل ټويټر ويلي، چي کشمير په کشميريانو پوري اړه لري او پښتانه دي خپل غم وخوري، ځکه کشمريانو تراوسه د پښتنو لپاره آن يو احتجاج هم ونه کړ.
کشمير د کشمیريانو دې. نه د پاکستان دې نه د هند. او پښتانه دې اول د ځان غم اوکي. ځکه ما کشمیريان د پښتنو دپاره جهاد خو پرېږده په احتجاج هم نه دي ليدلي. نه ورته پته شته چې وزيرستان، سوات او ټول پښتونخوا وطن کښې څه څه ظلمونه او شول.
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) August 7, 2019