ثنا اعجاز: کشمير په کشمريانو پوري اړه لري، پښتانه دي خپل غم وخوري

Aziz Rahman Hazim | اگست 8th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ فعاله او د بشري حقونو مدافع ثنا اعجاز وايي، چي د کشمير موضوع د کشمير يانو پوري اړه لري او پښتانه دي په دې موضوع کي ځان نه ښکېلوي.

آغلي اعجاز پر خپل ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي دلته د پښتنو په کور کي اور بل دی، پښتانه دي لومړی د ځان غم وکړي او دا اور دي مړ کړي.

اعجاز وايي، چي کشمريانو په ټول وخت کي د پښتنو لپاره جهاد خو څه چي يو احتجاج ئې هم ونه کړ، نو پښتانه څه له د بل په جنجالونو کي ځان ښکېلوي.

په محکوم وطن کي د پاکستاني پوځ لخوا په لسګونو زره پښتانه وژل سوي او په زرګونو اوس هم لادرکه دي، چي د پاکستان استخباراتي ادارو د ځان سره بېولي دي.

د کشمير پر سر د هند او پاکستان ترمنځ ترېنګلتيا وروسته له هغه زور واخيست چي درې ورځي وړاندي هند د کشمير ځانګړی حيثيت لغوه کړی او کشمير ئې د قانوني او جغرافيوي اصولو له مخي د هند برخه وګرځول.

Copyright Larawbar 2007-2024