کور / د ډيورنډ کرښه / وزيرستان کي د خلګو ژوند ډېر سخت سوی، وسلوال په رڼا ورځ ګرځي

وزيرستان کي د خلګو ژوند ډېر سخت سوی، وسلوال په رڼا ورځ ګرځي

د وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چي نا امنۍ، تلاښيو او د پوځ لخوا کرفيو ددوی ژوند ډېر سخت کړی دی او د سختو کړاووونو سره مخ دي.

د وزيرستان د ځوانانو د ټولني مشر  مصور داوړ وايي، چي په سيمه کي په رڼا ورځ طالب وسلوال ګرځي او خلګ تنګوي، خو په نژدې علاقه کي د پوځ پوستې هم سته خو هغوی هيڅ غبرګون نه ښيي.

نوموړی وايي:  ”تېره ورځ زموږ په حېدرخيلو کې طالبان په رڼا ورځ ګرځېدل. د خلکو په ټولګو به ورتلل چې دارنګ مالومه کړي چي هغوی يې برداشتوي او کنه؟ ما ترې خپله تصوير واخیست او په ټولنيزو رسنيو کې مې شريک کړ.”

د وزيرستان يو ملک حسن خان وايي، چي د پوځ پوستو ته نژدې وسلوال طالبان تر سترګو کېږي او د نا امنۍ پېښي خورا زياتي سوي دي.

ښاغلی حسن خان وايي، چي اوس هم په سيمه کي د پوځ لخوا کرفيو لګېدلې ده، د وسلوالو طالبانو پرته چاته اجازه نسته چي په ازاد شکل وګرځي.

يو بل اوسېدونکی اختر داوړ وايي، چي په علاقه کي يو ځل چاودني وسي او ورپسې کرفيو ولګېږې، ددې سره سره وسلوال هم په ښکاره ګرځي، خلګ تلاښي کوي او چي د هغوی خوښه وي هغسي کوي.

نوموړی وايي، دلته ژوند ډېر سخت دی، هم د پوځ لخوا ځورول کېږي او هم ئې وسلوال ژوند ته ګواښ پېښوي.

په وزيرستان کي له کلونو کلونو د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا نا امنيو ته لار هواره سوې ده او اوس هم د پوځ لخوا په زرګونو پښتانه وژل سوي او يا هم لادرکه دي.