کور / راپور / طالب مشر په اختريز پېغام کي خپلو جنګياليو ته د ټولګټو پروژو د ساتني امر کړی دی

طالب مشر په اختريز پېغام کي خپلو جنګياليو ته د ټولګټو پروژو د ساتني امر کړی دی

طالبانو د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر ملاهيبت الله اخوند يو پېغام خپور کړی دی، چي په کي ئې پر خپلو پلويانو ږغ کړی ترڅو ټولګټو پروژو ته زيان ونه رسوي.

په دغه پېغام کي چي د ملاهيبت الله اخوند په نوم خپور سوی دی ويل سوي،چي دوی ټولو خپلو جنګياليو ته امر کوی ترڅو ټولګټي پروژې او عام المنفعه ځايونو ته زيان ونه رسوي.

پېغام چي په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو خپور سوی دی دا هم پکي ويل سوي چي افغان ځواکونه بايد د بهرنيانو ملاتړ پرېږدي او د وطن په ابادۍ کي د طالبانو ملاتړ وکړي.

همداراز په پېغام کي افغان دولت کمزوری ګڼل سوی او ويل سوي چي په سياسي ډګر کي هم د طالبانو تحريک برياليتوب ترلاسه کړی دی.

دا پېغام پر داسي مهال خپرېږي چي تېره ورځ د کابل په شپږمه ناحيه کي موټربم بريد ۱۶۰ کسانو ته مرګژوبله واړول چي په دوی کي ډېری  ملکي وګړي وه.

د کابل د پرون ورځي د بريد پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه واخيستل او د لسګونو افغان سرتېرو د وژلو ادعا ئې وکړه.

د کابل د پرون ورځي د بريد يو انځور

طالبانو وړاندي هم ويلي، چي د ولسمشريزو ټولټاکنو پر کمپايني غونډو به بريدونه کوي او د انتخاباتو مخه به نيسي.

بل خوا افغان دولت د طالبانو ګواښ ته په غبرګون کي ويلي دي چي ټاکني د افغانانو شرعي او قانوني حق دی او ددې حق مخه هيڅوک نه سي نيولای.

افغان دولت د ټولټاکنو لپاره د پوره امنيت او بشپړي تيارۍ خبر ورکړی دی.