کور / راپور / خليلزاد: د سولي د خبرو پرمختګ لپاره بايد طالبان تشدد کم کړي

خليلزاد: د سولي د خبرو پرمختګ لپاره بايد طالبان تشدد کم کړي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي په کابل کي د طالبانو وروستی بريد د اندېښنې وړ دی او د ملکي وګړو د وژلو لپاره طالبان هيڅ دليل نه لري.

نوموړي ويلي، چي د سولي د مذکراتو په درشل کي بايد طالبان د تشدد پېښي را کمي کړي او دا به سياسي حللاري او اوربند ته لاره هواره کړي.

د اګسټ پر اوومه  نېټه د کابل په شپږمه ناحيه کي موټر بم بريد تر ۱۶۰ کسانو پوري مرګژوبله واړول چي ډېری ئې ملکي وګړي وه.

د زلمي خليلزاد ټويټ ته په غبرګون کي طالبانو ويلي، چي خليلزاد بايد يواځي د طالبانو بريدونه تشدد ونه بولي، بلکي د امريکا او افغان دولت بمبارۍ او چاپې هم بايد په تشدد کي راولي.