کور / شعر /  پښتونه ! بیا کشمیر ته مه ځه!

 پښتونه ! بیا کشمیر ته مه ځه!

حميدالله ساپی
پښتونه ! عقل دې سر ته راوله!
تیرو جګړو ته دې لږ سوچ وکړه!
په سلو کاله کې تا څه کړیدی؟
توورې وې پڅې تا تېرې کړیدي
چا د پنجاب ګټو ته وجنګولې
او چا په سیاسي اسلام شهید کړلې؟
څوک ستا له مټو کروړ-پتي مالدار شو
چا ته مزدور کړلې ،خپله بادار شو!
جناح،نواز په مسلملیګ  لییک کړلې!
بهوټو، ضیاء د پاک دفاع ته ټینګ کړې!
خپله پښتو، پښتونولي دې هیره
باچا خاني ،صمد خاني دې هیره!!
بچي دې ټول چلي،طالب ملا شول
علم او هنر پاتې، ځانمرګ بلا سول
پلسطین پریږده عربانو شیخ ته
کشمیر آزاد و ، اوس هندوانو شیخ ته!
خپل ځانته خپل وطن کشمیر وبوله
ډیورڼډ دې غاړه کې زنځیر وګڼه
د افغانخوا او پشتونخوا سوچ وکړه
له پي-ټي-ایم او بلوڅخوا جوش وخوره
بیا دې غوري او ابدالي وګټه
هم غزنوي هم دې سووري وګټه
له خپل وطنه بیا کشمیر ته مه ځه
زړور ساپی وايي کش-ګير ته مه ځه!