کور / اسلامي / امارت كه جمهوريت؟

امارت كه جمهوريت؟

ليکنه: عبدالرحمن فرقانی

كه موږ اسلامي تاريخ او په اسلامی تاریخ کې د حکومتولۍ بېلگې وڅېړو، نو په دېر روښانه ډول دا راته جوتېږي، چې د اسلام رسالت او لوي هدف په ټول کې دا دی، چې د حکومتولۍ لپاره داسې سیاسی او ټولنیزنظام رامنځته شي، چې د ورورولۍ، سرښندنې، عدالت، وسطیت« منځلاریتوب» ،شورا، پر اصولو ولاړ وي او په انسان باندې د انسان واکمني پای ته ورسېږي، د استبداد، ځان غوښتنې، فرعونیت  جرړې پرې او د هوس واکمني د وجدان پر واکمنۍ بدله شي.. او واکمن په دې حالت او نظام کې یوازې د عدالت او غوره اخلاقو بېلگه او ضمانت وي.

په اسلام کې د حکومتولۍ مفهوم د خلکو  لپاره امنیت او  د هغوی د حقوقو تامینول دی، چې که په هر بڼه دا اهداف تامیندای شي، توپیر نه کوي. په اصل کې خلافت، امارت، جمهوریت یا ملوکیت د خلکو د چارو د سمبالښت لپاره د نظام شکلي بنې دي.

دا ډېره مهمه نه ده چې د نظام نوم د څه وي، مهمه دا ده چې د نظام مفهوم او محتوی متحققه شي، د خلکو حق ورکړل شي، عدالت تامین شی، امنیت ټینگ شي، د الله تعالی عبادت او اسلامی احکام پلي شي..

که موږ په معاصر جمهوریت کې چې دېری یې دی دیموکراسۍ پایله او لاسته راوړنه بولي  وگورو ، تر ټولو لوی هدف په جمهوریت کې خلکو ته د زعامت په تعین کې حق ورکول دی، چې په دې اړه  ورسره مشوره وشي، او خپل زعیم پخپله وټاکي. خو حقیقت بیا دا دی، چې دغه اصل تر دیموکراسۍ وړاندې اسلام په دېر صراحت  پلی کړی او منلی دی ..

دا چې حاکمیت په خلکو پورې تړاو لري، په حقیقت کې تر هر څه وړاندې یو اسلامي مطلب دی..د حاکمیت اعمال یا د خلکو په واسطه او یا هم د استازوي په واسطه په اسلامی نظام کې خپل اصول او تاریخی روښانه شالید لري، چې په موږ یې د اعمال په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خلفاء الرشدین تجربې په ترڅ کې بیانولی شوو، دلته موږ د مسالې فقهي اړخ ته نه داخلیېږو، یوازې په حقیقت کې دا جوتوو، چې اسلام د حاکمیت د اعمال لپاره خلکو ته حق ورکړي دی او دا مساله د خلفاوو په ټاکنه کې چې په لاندې لنډ تفصیل یې نور هم روښانه او څرګند کېدای شي ، دلته اړین بولو:

د اسلام په سپیڅلی دین کې د حاکمیت اعمال یا د زعامت تعین عام ولس ته پرېښودل شوی دی، تر څو خلک د هغو معیارونو او ظوابطو پا پام کې نیولو سره چې قرانکریم او په سپیڅلي نبوي سنت که ورته اشاره شوې ده، خپل حاکمیت په هر ډول میکانزم سره چې دوی یې د دغه چارې د عملي کولو لپاره مناسب ګڼی، خپل زعامت وټاکي..د دې لپاره چې دغه مطلب چې اسلام د حاکمیت داعمال په مساله کې خلکو ته حق ورکړي دی، اړینه ده، چې د خلفاء راشدینو د تعین څرنگوالی وڅېړو:

لومړی : ابوبکر الصدیق :

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته، ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه د مسلمانانو د زعامت تحلت وروسته، ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه د مسلمانانو د خلفات لپاره ء راشدینو د تعین ام کې نی لپاره په سقیفه بن ساعده کې تر مشوره او سلا وروسته چې په اسلامي سیاسی  نظام  د حاکمیت د اعمال لپاره یو له اساسي بنسټونو او اصولو څخه د قرانکریم په نص سره « و امرهم شوری بینهم» ثابت دی، تر سره شو، او درسول الله صلی الله علیه وسلم له لوری د زعیم یا خلیفه تعینول هم د عمر رضی الله تعالی عنه د روایت پر اساس پر همدې دلالت کوي، چې دا حق خلکو ته ورگرځول شوی دی. عمر رضی الله تعالی عنه د خپل وصیت پر مهال کله چې خلکو ورڅخه د خپل ځای ناستي غوښتنه وکړه وویل: « که څوک نوماند کړم، څوک چې تر ما غوره ؤ، یعنې ابوبکر الصدیق دا کار کړی دی، او که تاسې ته دا حق پرېږدم تر ما او ابوبکر غوره  څوک حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی.. په بل روایت کې چې امام احمد په خپل مسند کې اخراج کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې پوښتنې په ځواب کې چې څوک خپل ځای ناستی ټاکئ، فرمایلي دي: « که ابوبکر امیر و ټاکئ، هغه په دنیا کې امین اوپرهیزگاره، او د اخرت غوښتونکی ومومئ، او که عمر رضی الله تعالی عنه امیر وتاکئ، هغه به پیاوړی او امین ومومئ، چې د الله تعالی په لار کې د چا له ملامتیا څخه وېره نه لري، او که علی امیر وتاکئ، او فکر نه کوم چې دا کار وکړئ، هغه به هدایت کونکی او هدایت موندونکی و مومئ، چې تاسې به په سمه لار روان کړي.. او دا روایت زموږ هغه مدعا چې اسلام دا حق خلکو ته ورگرځولی دی، متحققه کوي.. او د امام ابو حنیفه څخه هم روایت شوی دی، چې وايي: « و الخلافه تکون باجتماع المؤمنین و مشورتهم». ژباړه:« خلافت د مسلمانانو په اجماع او سلا سره رامنځ ته کېږي». او د اسلامی امت معاصر علما او مفکرین لکه : عبدالقادر عوده، شهید سید قطب، شیخ تقی الدین النهباني.. هم په دې عقیده دي، چې د زعامت او حاکمیت انتخاب په اسلامي شریعت کې امت ته یا ولس ته سپارل شوی دی..

دوهم : عمر ابن الخطاب:

 که د عمر رضی الله تعالی عنه د گمارنې بهیر مطالعه شي، هم دا جوتېږيو چې ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنّ که څه هم دا کار په خپل ژوند کې تر سره کړي دی، خو دا حق ملت ته ورگرځول شوی دی او له ټولو سره په مکرر ډول مشوره او سلا شوی ده. کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه پوه شو، چې د ژوندانه د پای ورځې یې رارسېدلې دي، ڼو اصحابو کرامو ته وفرمایل:« چې په خپل منځ کې کښېنئ او زما په ژوندون زما ځای ناستی تعین کړئ!، خو له سلا او مشورې وروسته بېرته ابوبکر الصدیق ته راغلل او ورته یې وویل: چې موږ موضوع بېرته تاسئ ته راوړه!، هغه څه چې تاسې یې پر ځای او سم ګڼئ، عمل پرې وکړئ!، ابوبکر رضی الله تعالی عنه وفرمایل: داسې نه چې بیا اختلاف وکړئ،  دوی وویل نه!، نو بیا ابوبکر وفرمایل: آیا د الله تعالی په نامه راسره ژمنه کوئ، چې زما له پرېکړې به راضي وئ، دوی وویل : چې هوکې!، نو بیا ابوبکر الصدیق و فرمایل : ماته وخت راکړئ!، تر څو د الله تعالی او د هغه د دین په هکله سم فکر وکړم.

او بیا یې له بېلابېلو مشرانو او خلکو سره مشوره وکړه، لکه عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن عفان، سعید ابن زید، او اسید ابن جعفر..او د مهاجرینو او انصار.. اوس که موږ دغه بهیر ته ځېر شو، په روښانه توګه کتلای شوو، چې ابوبکر الصدیق خلکو ته د نظر ورکولو حق ورکړ او له کومه ځایه چې په دین پوهېده دا حق باید خلکو ته ورکړ شي، تر څو خپل زعامت او حاکمیت وټاکي.. او د عمر رضی الله تعالی عنه زعامت هم د خلکو سره په مشوره ټاکل شوی دی.

دریم : عثمان ابن عفان:

د عثمان رضی الله تعالی په ټاکلو کې هم که ځېر شوو د الزام صورتحال شتون نه لريو بلکې د مشورې او سلا صورت حال شتون درلود، که څه هم چې عمر رضی الله تعالی عنه د دې کار لپاره شپږ تنه ګمارلي وو، تر څو خپل منځ کې مشورت وکړيو خو د کوم الزام امر یې نه ؤ کړی او نوموړي شپږ کسه هم هغه کسان وو، چې د عشره مبشره له ډلې څخه وو او د عمررضی الله تعالی په قول رسول الله صلی علیه وسلم له دوی څخه راضي ؤ، په دې هکله هغه روایت چې د نه الزام باندې صراحت لري دلته ستاسې مخې ته ږدو: « ابن عمر رضی الله تعالی عنه د حفصې خوا ته ځي او له هغې څخه د پلار د ځای ناستي د نه تعین خبر اوري، او د خپل پلار لور ته ځي، او ورته وايي: خبر شوم، چې خپل ځای ناستی نه تعینوئ!، که تاسې پدوان درلودی او ستاسې  د اوښانو یا پسونو رمه یې پرېښې وی، د رمې د ورکې او له منځه تلو فکر بهدې هرو مرو کړی وی.. په داسې حال کې چې د خلکو او ولس پالنه ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده.. ابن عمر وايي پوه شوم چې خبرې مې ځای ونیوو پلار مې خپل سر د یوې شېبې لپاره کېښود او بیا یې سر راپورته کړ، او وویل: له شکه پرته الله تعالی خپل دین ساتي، که ځای ناستي تعین نه کړم رسول الله نه دی ، تعین کړي، او که یې تعین کړم ابوبکر تعین کړی دی، ابن عمر وايي:  پوه شوم چې رسول الله ته ترجیح ورکوي.. دا ځکه چې ابن عمر د خپل پلار د طبیعت او خوی څخه ښه پوه ؤ.. عمر رضی اللهتعالی هم په پراخه کچه سلا او مشوره وکړه..او دا حق یې خلکو ته ورکړ..

څلورم : علی ابن ابی طالب:

علي کرم الله وجهه هم په دې اعتقاد او باور ؤ، چې د حاکمیت د تعین حق د ولس او خلکو حق دی، او له همدې کبله یې د عام بیعت لپاره اصرار او ټینگار وکړ..

د پورتني تفصیل څخه جوتېږي، چې د حاکمیت د اعمال په مساله کې اسلام تر دیموکراسۍ او نورو وضعی قوانینو وړاندې دا حق خلکو ته ورگرځولی دی، او د خلفاوو د تعین له میکانیزمونو او کړنلارو څخه لاندې موارد د پالې په توگه جوتېږي :

  1. د امیر ، زعیم یا رییس د انتخاب حمیت او پکې تلوار.. تر څو ساسی خلا رامنځته نه شي
  2. په امیر ، زعیم یا حاکم کې د معینو شرایطو او اوصافو شتون
  3. د امیر، زعیم یا رییس انتخاب باید په مشوره او د خلکو د رای په اساس تر سره شي.
  4. داچې امیر، زعیم، ولسمشر، ملک، خلیفه یا امام باید دخلکو له خوا و ټاکل شي.
  5. د ټاکلو کړنلاره او میکانیزم په خلکو پورې اړه لري او یوه اجتهادی مساله ده، کېدای شي، انتخابات وی، کېدای شيو شورای حل وعقد وی، کېدای شي بل څه میکانیزم خلک وړاندیز کړي.

خو اساسي مساله دغه ده، چې خلکو ته حق ورکړی شي، عدالت تامین شي، امنیت ټینگ شي او د اسلامی شریعت احکام پلی شي ، دا مهمه نه ده چې د دغو اهدافو لپاره د نظام نوم څه وي، امارت وی، جمهوریت وی، خلافت وی که ….

دا به د استعمار یوه بله لوبه وي، چې موږ افغانان په دې بحثونو کې دومره سره بېل کړي، چې د خلکو د امنیت، عدالت او سوکالۍ څخه بېغوره شو، که موږ وگورو د ابوبکر الصدیق په خلافت او د عمر ابن الخطاب په امارت او علی کرم الله وجه په امامت کې د اسلامی نظام هدف یو ؤ ، د خلکو سره مشوره، خلکو ته حق ورکول، دعدالت تامین، د امنیت ټینگښت … هغه څه چې موږ یې ساری په معاصر جمهوریت، امارت او خلافت کې  نه شو موندلی..

.