کور / اسلامي / په برتانيا کې د مبارک لوی اختر د لمانځه  خبرتيا

په برتانيا کې د مبارک لوی اختر د لمانځه  خبرتيا

د مبارک لوی اختر د مبارکۍ پيغام

په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه  د سپېڅلي لوی اختر  په مناسبت  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو ورو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايي .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې  د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت  او ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د ټينګښت او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د لوی اختر لمونځ په دې يکشنبې چې د روان آګسټ يوولسمه (۱۱) نېټه او د مبارک لوی اختر اوله ورځ ده، د ګهيځ په لس نيموبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

په درنښت،

د ټولنی د رهبري هيئت له خو!

دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN   020 8993 8168 سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ افتخاري مشر

Thank You

Fahim Karwani