کور / اسلامي / تر دوو مليونو زياتو مسلمانانو د حج فريضه نن پيل کړه

تر دوو مليونو زياتو مسلمانانو د حج فريضه نن پيل کړه

نن د مسلمانانو په ترټولو سپېڅلي ځای مکه مکرمه کي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا دوه مليونه مسلمانانو د حج فريضه پيل کړه.

سعودي عربستان رسنۍ وايي، چي سږ کال د حج مراسمو ته له نړۍ څخه تر دوه  مليونو زيات مسلمانان راغلي دي او نن به د عرفات پر غونډۍ ودرېږي.

نن د ذوالحجې د مياشتي پر ۹ نېټه چې د حج مراسم په رسمي توګه پېل سول په مليونونو حاجيان د سهار د لمانځه وروسته د له منا څخه د عرفات پر لور وخوځېدل.

نن غرمه مهال حاجيان د ماپښين او ماځيګر لمونځو يوځای ادا کوي او پر عرفات به حاجيان لاس په دعا د الله څخه غوښتني کوي.

 عرفات به تر ماځيګر لمر لوېدو پوري د شاوخوا ۲ مليونو انسانانو کوربه وي.

ماښام د لمر پرېوتو سره به حاجيان مزدلفې ته ځي او سبا سهار د لمانځه وروسته به د د جمراتو ( څلو) ويشتلو لپاره راوځي او دا لړۍ به دوې ورځي نور هم دوام لري.

د سعودي د حج د چارو مسؤولين وايي، چي سږ کال ئې تر ۱۸ لکو زياتو کسانو ته د حج انلاين وېزې ورکړي دي، چي دا يوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.