کور / روغتيا / د سهار ناشته نه کول کومي روغتيايي ستونزي رامنځ ته کوي؟

د سهار ناشته نه کول کومي روغتيايي ستونزي رامنځ ته کوي؟

ډاکټران وايي، چي د سهار ناشته يو له مهمو خوراکونو څخه ده او څوک سهارنۍ نه خوري د ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ کېدای سي.

ايا هغه کسان چي د وزن د کمېدو په خاطر د سهارنۍ سره خدای پاماني کوي دا کار به ددوی سره د وزن په کمېدلو کي مرسته وکړي؟

فرويندين المانۍ مجله په خپله يوه ليکنه کي وايي، چي په دې هکله ډېري څېړني سوي دي، خو تازه څېړنه دې پايلي ته رسېدلې ده، چي د سهارنۍ نه خوړل د وزن په کمولو کي هيڅ ډول مرسته نه کوي، بلکي ددې برعکس د وزن د ډېرېدو وېره هم ورسره سته.

د امريکا د زړه اړوند ناروغيو ټولنه وايي، چي د سهار ناشته نه کول د کوليسټرول او په بدن کي د غوړو د زياتوالي سبب کېدای سي او د زړه د ناروغيو کچه هم لوړوي.

کارپوهان وايي، چي د سهار ناشته د بدن لپاره ډېره ګټوره ده او پر ورځنيو فعاليتونو مثبت اغېز لري.

يوه څېړنه چي پر اوولسو کسانو باندي عملي سوه دا نتېجه ئې  په لاس راوړل چي سهارنۍ خوړل د انسان روغتيايي توازن ساتي او د بدن د غوړو په سوځلو کي مرسته کوي.

د ډاکټرانو په باور سهارنۍ نه خوړل د بدن هغه غوړ هم له منځه وړي چي انسان ورته اړتيا لری، ددې ترڅنګ بدن د کمځواکۍ او روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي.

ډاکټران دا هم وايي، چي د سهار ناشته د انسان د خوږو ( ګلوکوز) په کنټرول او توازن کي هم ډېره مرسته کولای سي، چي په دې سره د چاغوالي او د شکري د دوهم ډول څخه مخينوي راولي.

کارپوهان دا توصيه کوي، چي د چاغښت د کمولو په خاطر د سهار ناشته نه کول ډېر تاوانونه لری او يواځي دا نه چي د وزن په کمېدلو کي مرسته نه کوي بلکی برعکس د چاغوالي سبب کېږي.