کور / اقتصادي / پاکستان وايي، د واګه بندر له لاري به افغان – هند سوداګري وتړي

پاکستان وايي، د واګه بندر له لاري به افغان – هند سوداګري وتړي

پاکستان وايي، چي د هند سره د واګا بندر له لاري به افغان –هند سوداګرۍ ته اجازه ورنه کړي.

دا خبري تېره ورځ د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت خوني مشر دارو خان اڅکزي وکړې.

نوموړي وويل، چي د پاکستان د لومړي وزير سلاکار رزاق داوود ده ته د يو ملاقات پر وخت ويلي، چي نور به افغان سوداګريزو توکو ته اجازه ورنه کړي چي د پاکستان له لاري د واګه پر بندر هند ته يووړل سي.

دا ګام پاکستان وروسته له هغه پورته کړ چي د هند سره ئې د کشمير پر سر اړيکي لا نوري هم ترېنګلي سوې.

پاکستان هڅه کوي چي د هند سره د تاوتريخوالي زور د افغانستان له دولت او خلګو څخه وکاږي، خو څېړونکي وايي چي پاکستان اوس په منزوي حالت کي دی او د اقتصادي کړکېچ سره يوځای د کشمير په هکله د هند پرېکړي دغه هيواد سخت وارخطا کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زيات سو، چي تېره دوشنبه هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او دغه سيمه ئې د هند تر قانون لاندي کړه، چي په دې سره به کشمير په بشپړ ډول د هند تر قوانينو لاندي وي.

پاکستان د هند ددغه پرېکړي پر وړاندي سخت په غوسه دی او د ملګرو ملتونو ترڅنګ ئې په نورو نړيوالو ادارو کي  ئې د هند ددغه ګام پرضد خپل شکايتونه ثبت کړل.

پاکستان د هند سفير ته د هيواد د پرېښودلو امر کړی او پوځ ئې د تيارسي په حال کي دی.