کور / #PTM / ترهګر رياست له يوې خوا د پي ټي ايم غړي خوشي کوي، خو پر بل اړخ نور نيسي

ترهګر رياست له يوې خوا د پي ټي ايم غړي خوشي کوي، خو پر بل اړخ نور نيسي

تېره ورځ د جنوبي وزيرستان د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ رحمت شاه مسيد له زندان څخه خوشي سو.

نوموړي د خوشي کيدو وروسته خبريالانو ته وويل، چي دده د نيولو لپاره د رياست سره هيڅ ډول ثبوت نه وو او دی په غيرقانوني توګه پنځوس ورځي په جېل کي ساتل کيده.

مسید وویل، د اییني حقونو لپاره مبارزې ته به دوام ورکوي.

هغه وايي، چي اوس هم د پي ټي اېم یوشمېر غورځنګیان د پاکستان په جېلونو کي دي: ”ملا طاهر په ډېره اسماعیل خان مرکزي زندان کي بندي دی، بلال وزیر، زبېر وزیر او یو بل ملګری په هریپور زندان کي دي. په واڼه کي له عارف وزیر سره چي کومو څلوېښتو ملګرو ګرفتاري ورکړې وه هغوی په ډي ای خان سېنټرل جېل کي دي.”

رحمت شاه مسید د غورځنګ د ملاتړو د نیولو په اړه وویل: ”دوی تر ایین او قانون لاندي حق غواړي او هر څوک چي ظلم کوي د هغوی خلاف به اواز جګوي. دی وايي که دا ملک، دا ادارې دوی په جېلونو ډاروي نو د ده په خبره دوی کله هم له جېلونو نه ډارېږي. موږ خپل سرونه د خپل قام لپاره او د مظلومانو لپاره وقف کړي دي. موږ وړاندې هم جېلونه تېر کړي بیا به یې هم تېروو. او جېلونو ته به په فخر ځو. ”

په ورته وخت کي ترهګر پوځ د په همدغه ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو په هشتنغر کي د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ محمد نظیف چي په سیاسي کړیو کي د نظيف لالا په نوم شهرت لري ګرفتار کړ. نوموړی د جنرال ضياوالحق د مارشلا ضد مبارزې پر مهال څو واره زندان ته اچول شوی دی.

وروسته له هغه چي ترهګر پوځ د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۶ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل، سمدستي ئې د پي ټي ايم پر ملاتړو چاپې شروع کړي دي او پرته له کوم دليل څخه ئې په لسګونو د پي ټي ايم ملاتړي او مشران نيولي دی.