کور / خبرتیا او پيغامونه / د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په خاطر د لراوبر ادارې پېغام

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په خاطر د لراوبر ادارې پېغام

 د نيکمرغه لوی اختر د رارسېدو په خاطر د لراوبر اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو او په تېره د افغان ازاد او محکوم وطن هيوادوالو ته د زړه له تله مبارکي وايي.
عبادتونه، قربانۍ، صدقې او خيراتونه موقبول او مقبول سه.
د لراوبر اداره د لوی خدای له درباره غوښتنه کوي چي دا اختر به د افغان مظلوم اولس لپاره د خوښۍ، سولي او ارامۍ پېغام د ځان سره ولري.
په محکوم وطن کي د ازادۍ او مبارزې دپيروانو قربانيو ته په بشپړ درناوي دا باور لرو چي نور به د مظلومو انسانانو ويني رنګ راوړي او د پښتنو د راويښېدلو او پرمختګ زيري به را ښکاره کېدونکي وي.
په ازاد وطن کي د سولي او امن لپاره د لوی خدای دربار ته لاسونه لپه کوو او د هغه له عظيم دربار څخه غوښتنه کوو چي له افغان خاوري د جګړې ټغر ټول کړي ، د ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ روڼ لمر ورباندي وځلېږي.