کور / خبرتیا او پيغامونه /  نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ځانګړی پيغام 

 نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ځانګړی پيغام 

لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي دفتر
د نړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړې توګه د لوی افغانستان درنو او پتمنو هيوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوو، عبادتونه او اطاعات مو قبول شه!
په خواشينۍ سره چې څو لسيزې کېږي، چې موږ د لوی افغان پر مېنه د اختر خوښۍ ونه نمانځلې او سږنی اختر بیا د پښتون کربلا د ورځې سره هم مهاله دی، چې په ۱۹۴۸ز کال د اکست میاشتې پر دوولسمه نېټه پنجابي سامراجي پوځ د عدم تشدد په سلګونو مبارزين په شهادت ورسول.
همدارنګه له کله راهيسې چې د محکوم افغانستان اوسېدونکو د خپل محکوميت پر ضد غږ پورته او د پښتون ژغورنې ناره يې بدرګه کړه، له هماغه ورځې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي د پنجاب په زندانونو کې دي، چې پنجابي پوځ د استعمار پر ضد يې غږ پورته کړی و.
علي وزير او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر کسان لا تر اوسه د سامراجيانو په زندانونو کې دي، له يوه لوري د هيواد د خپلواکۍ سلمې کليزې، له بله لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته کېدل او په خپله خاوره خپل اختيار شعار نورې هيلې هم زياتوي، چې د پنجابي استعمار تر واک لاندې د لوی افغانستان محکوم ولايتونه به د پنجاب له تسلط  څخه ازاديږي او د لوی افغانستان لمن به تر اباسین او ګوادره پراخيږي.
لوی افغانستان تحريک  ټولو هيوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوي، پر افغان حکومت، نړيواله ټولنه او امريکا باندې غږ کوي، چې د افغان سولې پيل شوې خبرې د لوی افغانستان ارضي تماميت ته په بشپړ درناوي سره  تر سره شي، که خدا مکړه افغان سوله موږ د نيم افغانستان په قېمت اخلو، نو هيڅکله به په ازاد او محکوم افغانستان کې د دايمې سولې څښتنان نه شو، لوی افغانستان جوړېدل د افغان دایمي سولې يواځينی حل دی او موږ د باعزته سولې او امن څښتان کېږو.
په درنښت
د لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي دفتر