کور / خبرتیا او پيغامونه / دلوي  اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

دلوي  اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

2019.08.09

 

چی بدلی دژړا ورېځې په لمرشي

چی ټول خلک دوطن مې یو ټبر شي

چی کوتری په هوا ګرځی دسولی

مبارک دی هغه ورځ زموږ اختر شي

عبدالوهاب سرتېر

 خدمت شما وطندار عزيز بهرترين وصميمانه ترين تبريکات  خويش را بمناسبت حلول عيد سعيد قربان تقديم ميداريم .

اجازه راکړی په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د لوي اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم .

په سويډن کي دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب  دنيكمرغه لوي اخترد  رارسېدوله  امله  په  هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت  ته  د زړه  له  کومي  مبارکيواونيکو هيلوپه  وړاندي  کولوسره د لوي  اوبې نياز خداي  ( ج )  له ستر  دربارنه غواړو د اختر د بختورو ورځو  په  برکت  پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دويني توئيدنې ، ورور  وژنى ،زورونې ،لوږ ى اوټولي ناندری پاي ته ورسيږى او داله هرڅه محروم ولس  دسولي اوسوکالي له نعمت نه برخمن شي .

سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات  درک نلري اوهيوادوالو مود يولړ ټولنيزو اوسياسي ناخوالو سره مخامخ دي،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور دروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری ور وټکوي .

په اوسنيو شرايطواو موږ  ته  ددغو راپېښوستونزو او کورنۍ جگړې دوام   له امله دڅو کلونو راپدې خوا زموږ له هيواده خوښيو اواخترونو کډه کړې .

دافغانستان اسلامي دولت له مشرتابه  اود دولت مخاليفينوڅخه  غوښتنه لرو په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره بېله مخکنيوشرطونوڅخه دپخلايني اوروښانه راتلونکي په خاطر  په خپل منڅ کي دخبرو پر لمڅي اوکمبله سره كښېني . تر څوموږ افغانان ددې جوگه سودغه وطني ناورين  او ستونزه چي اوس دسيمي تر کرښو هم تيرسوې اودمځکې دکري  په هرگوټ کښي ئي  ولسونه  حيران کړې دملي گټو په پام کي نيولوسره حل کړ و .

درنوهيوادوالو!

د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دلوي اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت  تاسوته د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم .

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کوم چي ستاسې عبادت او طاعت په خپل دربربار کښې قبول  ،زموږاو ستاسو دطاعت اوعبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړې په ااورکې سوځېدلي ولس په نصيب سي .

الله تعالی دې ددې مقدسو او برکتي  ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږ نوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

اميد واريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوکوم چي زموږ  زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديو خپلواک او سوکاله افغانستان داتباعو په توگه ،کوم چي عام وگړي ئې پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په ټولواړخونوکښي دسياليو جوگه وي  شاهدان اوسوو .

زموږ ددوستی دفرهنگی ټولني هر غړی هوپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،اونورزموږ دهيواد ، کليو اوکوڅوکي دوير چغې وانه ورېدل سي  . په ټول هيوادکې  دملي يوالي اوسراسري سولي په هيله .

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور