کور / راپور / اشرف غني: بهرنيان زموږ د راتلونکي په هکله پرېکړي نه سي کولای

اشرف غني: بهرنيان زموږ د راتلونکي په هکله پرېکړي نه سي کولای

افغان ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کي د لوی اختر په مناسبت وينا کي وويل، چي د افغانستان برخليک يواځي د افغانانو په لاس کي دی او يواځي به همدی د خپل هيواد په هکله پرېکړه کوي.

نوموړي وويل، چي ګاونډيان او يا نور بهرنيان د افغانستان د راتلونکي په هکله فيصله نه سي کولای.

ښاغلي غني زياته کړه، چي ملي مسائل د افغانستان په وګړو پوري اړه لري او يواځي همدوی دي چي د خپل هيواد په اړه پرېکړه کولای سي.

ولسشمر غني وویل “زموږ برخلیک په بهر کي نه سي ټاکل کېدای، نه زموږ په ملګرو هېوادونو کي او نه هم د ګاونډیانو د پلازمینو په ښارونو کي. د افغانستان برخلیک به په همدغه خاوره کي ټاکل کیږي. موږ نه غواړو چي بل څوک مو هم په کورنيو چارو کي مداخله وکړي.”

نوموړي پر ټولو افغانانو ږغ وکړ چي په راتلونکو ټاکنو کي برخه واخلي او خپل د خوښي وړ نوماند ته رايه ورکړي.

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي په قطر کي د امريکايانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات يوې هوکړي ته رسېدلي دي او تمه ده په نژدې راتلونکي کي د طالبانو او امريکا ترمنځ يوه هوکړه لاسليک سي.

ولسمشر غني په دې هکله وويل: “سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی.”

هغه زیاته کړه: “سوله به ملي وي، نه سمتي، نه حزبي او نه قومي وي، سوله به د افغانستان د ټولو نسلونو وي.”