کور / راپور / هند: په کشمير کي مو ځيني محدوديتونه ليري کړي دي

هند: په کشمير کي مو ځيني محدوديتونه ليري کړي دي

هندي چارواکي وايي، چي تېره ورځ په کشمير کي ځيني چاري پرانستې وې او د اختر په مناسبت ئې ځينو بانکونو او د پيسو د راايستلو ماشينونو ته د فعاليت اجازه ورکړې وه.

د چارواکو په خبره، دا ګام ئې ددې لپاره پورته کړی چي خلګ وکولای سي چي د اختر لپاره سوداوي وکړي او خپل اړتيا وړ توکي له بازار څخه واخلي.

پر هندي ټلوېزونونو باندی هم داسي انځورونه خپاره سوي چی ښيي خلک په بازارونو کي سوداوي اخلي او د بانکونو سيسټم فعال ښودل سوی دی.

خو ددې سره سره دا جوتول ګران دي چي ايا په ټول کشمير کي حالات مخ پر ښه کېدو دي او که يواځي په يوه سيمه کي محدوديتونه ليري سوي دي، ځکه په کشمير کي اوسمهال ټلفون او انټرنيټ ته لاسرسی نسته او د هغه ځای حالات مالومول ګران دي.

بل خوا د هند د حکومت د لوی مخالف گوند کانگرس مشر راهول گاندي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د تشدد او د خلکو د مړه کیدو رپوټونه شته. راهول گاندي چې په نوې ډیلي کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل، “هلته (کشمیر کي) غلط کارونه کیږي.” هغه پر حکومت غږ وکړ چې د کشمیر د حالاتو واضحه څرگندونه دې وکړي.

په سرینگر کې چارواکو ویلي چي په تیرو شپږو ورځو کي د احتجاج کوونکو لخوا د تیږو د ویشتلو پیښې رامخ ته سوي، خو د امنیتي ځواکونو لخوا د ډزې کولو کومه پیښه نه ده سوې.

په کشمير کي وروسته له هغه حالات د اندېښنې وړ وبلل سوه چي د اګسټ پر ۵ نېټه د هند حکومت د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او دغه سيمه کي ئې د هند اساسي قانون د پلي کېدلو اعلان وکړ.