کور / کیسه / ډار – لنډه کيسه

ډار – لنډه کيسه

لیکوال : ماهر احسانزی

په دسمال کې ټومبلی تیلی  يې پرله پسې په غوږ کې تاو کړ . ایینې ته مخامخ شو . یو ځل بیا يې ويښتان وڅنډل ، نبستآ وچ ور معلوم شول .
په ورغوي يې څو ځل له ګومنځي ټساری وویست .
موسکی شو خو خبرې يې ټنیګې نه شوې .
هلکه ماموتیه ( محمود) له بریتو خو دې زمریان را ځوړندیږي . څڼې خو دې لکه د ګلپاڼې زلفې تر ملا را ورسیدې ، لا پو ته دې وګوره !
په تنه دې هندو مسلمانیږي خدای خبر پیشو دې مخې ته راغلې ده اوکه کوم سپی دې لیدلی دی ، چې په رنګ دې کورکمن شرف لري .
که  همدا اوس دې سل چاقو ګان ووهم ، ټکی وینه به درنه تویه نه شي .
اخر دې خپلې تنې ته خو به دې کتلې و ، د صفدر ماما غوندې درنه پنځه جوړیږي .
دومره چیغې دې ووهلې ، چې والله کلي کې دې تاریخ پریښوده . بچیش رښتیا خبره وکړه ، څه چل و ؟
ده لا نور هم زړه تشولو ته خوله جوړوله ، چې ځانته يې پام شو . خپل یو ساعت تير حالت وریاد شو . کړي منډې يې بیا له نظره تیرې شوې .
د ښې لاس څنګل يې اینې ته مخامخ کړه  ، چې ډېره خو به ژوبله شوې نه وي ، چې سوی لکه په  ټوپک ویشتلی زخم خو پوستکی يې ګریدلی و .
له ځان سره په خبرو شو . ښه ، که خدای مه کړه د جومات له کټارې سره لګیدلی وای ، اوس به مې سترګه بوټه وتلې وه .
باید احتیاط وکړم . له دې پیښو مونږ هسې هم نه خلاصیږو ، له پيښې تیښته نشته .
بیرته يې محمود ته مخ راواړوه : کیسه خو دې ونه کړه ، څنګه چل و ؟
رښتیا هم څوک و ، که هسې  وډار شوې ؟
محمود چې له ویرې يې لا هم زنه  لکه د مني پاڼه رپيده او د وجود درد يې هم ژبه ورته ډېره  په واک کې نه ورکوله ، پښې ورټولې کړې ، شاته ایښې بالښت يې پرزنګونو کیښود . غوښتل يې چې له شفیق د خبرو بدل واخلي .
د هغه تیر وختونه او دغسې بې ځایه ویریدل يې  سره را یو کړي خو د شفیق پلار حجرې ته را ننوت او پر شفیق يې سترګې را برګې کړي .
څو ځل مې درته ویلي چې لږ وختي کور ته راځه .
د تورې شپې غل چا نیولی ؟
ښا ! که خدای مه کړه اوس يې ته هلته مړ کړی وای مونږ به بیا له چا غوښتی !
د خلکو خولې به چا تړلې وای ، چې دې کې به کار و نو .
شفیق ځوړند سر ولاړ و . ځان يې د نوکانو په ګرولو بوخت کړی و .
محمود يې له پلار وپوښتل :
خدای دې خیر کړي کاکا څه خبره ده ؟
ــ خیر له کومه شو ؟
خدای خبر ستاسې په سرونو کې ماغزه دي که بوس ؟
غټ غټ سړي شوئ خو مور او پلار مو لا هم له غمه نه دي خلاص
څو ځل مې تاته هم وویل ، چې په وخت کور ته ځه . پلار بیچاره دې سپین ږیری دی ، د ټول کور سترګې تاته دي .
ښا که پرتا څه شوي وای ، ستا کور به څه کول ؟
ـــ بس کاکا بلا وه ، برکت يې نه و .
ــ که همداسې په خپل سر روان اوسئ دا برکت به هم وګورئ !
منګی هره ورځ نه ماتېږي .
ــ سمه ده اخکلې دربخښلې . بس دا مونږ ته تجربه شوه خو اوس چل څه شوی ؟
ــ محموده بچیه !
کلی خو تاته معلوم دی ، امن په کې ټکی هم نشته .
غله په کې شته ، وسله وال لري ، سیال ، تربور شته ، وخت او شرایط والله که د ناوخته ګرځیدو وي .
ـــ ستا خبره په ګل بدله خو اوس چل څه شوی دی ؟
ـــ شفیق ته د ژرندې جومات سره څوک ناست و ؟
محمود ټکان وخوړ ، له ځایه وښوریده .
په بیړه يې وویل :
څه وخت ؟
ساعت ته مو والله که کتلې وي خو د ماسخوتن جمعې به شوې وي .
د پورې کلي ( ستاسو د کلي ) مولوي صیب هم په دې  وخت کې مسلې  ختمې کړې .
محمود ته خپل وخت وریاد شو ، چې ځای او  وخت مو سره یو شی دی .
ور غبرګه يې کړه :
هلته خو ډزې مزې نه وي شوې ، همدې وخت کې خو زه هم هملته وم .
ــ چرته وي ؟
ــ زه اوبو پسې تلم ، چې د ژرندې له وټي يې کنډو کړم ، جومات دې سر کې زه وم .

شفیق بې واره په خبرو کې ور ولویده !
د بازار لارې خواته رڼا چا وپړقوله ؟
ــ څه وخت ؟
ــ مولوي صیب پاینده محمد چې دعا خلاصوله .
ــ هغه خو زه وم ، بیلچه مې لټوله ، ته چیرته وي ؟
ــ همدې ساعت کې را ورسیدم .
ـ نه ته خو په پاس وټي کې وي ، د جومات کنډو سره څوک ښکاریده ، دوه درې وارې یې سیوری پټ او پنا شو .
ــ د چنار خواته ولاړ وي ، چې ما رڼا  د رواچوله؟
ــ هو
ـ نو هلته خو داسې ترپهار شو ، چې ماویل لکه راپسې راغلل . له کنډو مې دېخواته را ټوپ کړ . ته دا وګوره د زنګون سترګه مې تکه شنه شوه . تا ولې منډې کړې ؟
ــ مړه  ماویل که څوک راته ناست دي ، د کلا شا  په دیوال مې راټوپ کړ او د نورمحمد دوی په کور راغلم .
د شفیق پلار چې کش کړي وريځې  د دواړو په خولې پسې نظر ګرځاوه ، سوړ اسویلی وویست .
په خبرو راغی . تاسو دواړه ملامت نه یاست ، وطن نا امنه شوی ، وحت خراب دی . سړی په کې له خپل سیورې هم ډاریږي .