د بن لادن موټروان په پنځه نيم كاله بند محكوم سو
د امريكا يوې پوځي محكمې په ګوانتانامو زندان كي د اسامه بن لادن يمن نژاده موټروان سليم همدان په پنځه نيم كاله بند محكوم كړ.
د جون پر شپږمه سليم همدان په دې تور پوځي محكمې ته راكش سو چي له اسامه بن لادن سره نيژدې اړيكي لري او نه يوازي د هغه موټروان و، بلكي د القاعده شبكې د پټو پلانونو په اړه هم معلومات لري.
پر ښاغلي سليم همدان باندي تر اوسه بېله د بن لادن له موټروانۍ كوم بل ثبوت محكمې ته نه دئ وړاندي سوى، خو نوموړى په دې تور په پنځه نيم كاله بند محكوم سو چي له ترهګرو سره يې مالي مرستي كړي دي. د يادوني وړ ده چي د ښاغلي همدان د بند موده له هغه نېټې څخه حساب سوې ده چي نوموړى د امريكايي ځواكونو له خوا نيول سوى و، په دې حساب نو د همدان يوازي شپږ مياشتي بند پاته دئ، خو دا چي د بوش اداره به د همدان په اړه د پوځي محكمې پورتنۍ پرېكړه ومني كه يا؟ په راتلونكو شپږو مياشتو كي به معلومه سي.