کور / تازه خبرونه / واشنګټن: امريكايان دي پاكستان ته سفر نه كوي

واشنګټن: امريكايان دي پاكستان ته سفر نه كوي


د متحده ايالاتو خارجه وزارت په يوه خپره سوې اعلاميه كي د خپل هيواد له اتباعو غوښتي چي پاكستان ته بېځايه سفرونه ونكړي.
د امريكا خارجه وزارت وايي د پاكستان په ختيځو سرحدي سيمو، فاټا او سيند ايالت كي امنيتي حالات سم نه دي، او هلته د القاعدې او امريكا ضد عناصرو له خوا د لوېديځو هيوادونو اتباعو ته د مرګ خطر موجود دئ.
خارجه وزارت په اعلاميه كي زياتوي چي امريكايان دي پاكستان ته له غير ضروري سفرونو څخه تېر سي او هغه امريكايان چي همدا اوس په پاكستان دي، په اسلام آباد كي د خپل هيواد له سفارت سره پرله پسي اړيكي وساتي.